د امریکایانو قاتل، که "د قرآن لپاره وژل شوی"

Image caption ثمرالدین ته د هغه ملګري او کورنۍ د اتل خطاب کوي.

مخکنی افغان وژل شوی پوځي ثمرالدین اوس پخپله سیمه کې د یوه اتل په نامه یادېږي، وروسته تر هغه چې د امریکا په یوې کلیسا کې د قرآن څو ټوکه وسېځل شول، ثمرالدین په افغانستان کې په ۲۰۱۱ کال دوه امریکایان په ډزو ووژل.

بالاخره د ثمرالدین کورنۍ ومنله، چې د بي بي سي دوو خبریالانو ته دا په ډاګه کړي، چې زوی یې ولې پر امریکايي پوځيانو ټوپک راواړاوه.

د ۲۰۱۱ د اپرېل پر څلورمه، ثمرالدین د افغانستان په شمال فاریاب ولایت کې پر دوو امریکايي پوځيانو د خپل ټوپک خوله راواړوله، او له تېښتې مخکې یې د هغوی کار ورخلاص کړ.

دغه پېښه له ۲۰۰۷ کال وروسته له هغو یو لړ پېښو څخه وه، چې پر امریکايي پوځيانو د هغوی افغان همکارانو د خپل ټوپک خولې ورواړولې.

په دې سره د افغان پوځيانو له لوري، یا هم د افغان پوځيانو په یونیفورم کې د وسله والو په ډزو تر سلو ډېر لوېديځ پوځيان وژل شوي، چې په وروستیو کلونو کې افغانستان کې د بهرنیو عسکرو لپاره دا تر ټولو ډېره خطرناکه پدیده وه.

امریکایان وتوانېدل، چې د خپلو پوځيانو تر وژنې او بیا تېښتې درې ورځې وروسته ثمرالدین ومومي، هغه مهال ناټو ویلي وو، چې ګني ثمرالدین "له خپل کوره د تېښتې پرمهال په ډزو ووژل شو".

په وژل شویو امریکايي پوځيانو کې یو ۳۲ کلن سکاټ برجس او بل ۲۵ کلن مایکل لامرټس و.

دغه امریکايي پوځيان تر وژل کېدا دوې میاشتې مخکې افغانستان ته تللي وو، د فاریاب ولایت میمنې ښار له سرحدي ځواکونو او امریکايي پوځي قومندانانو سره یې د یوې ناستې لپاره تابیا نیوله.

د ثمرالدین د ورور قمر دغه ورځ ښه په یاد ده. وايي چې سهار یې د سرحدي پولیسو په یوه قرارګاه کې ډزې واورېدې.

Image caption د ثمرالدین یو بل ورور نور محمد وايي، ورور یې په ګڼو لاریونونو کې ګډون کړی و، او د جومات ملا خطبې ته به په لومړي کتار کې په ځير ناست و.

نوموړی زیاتوي چې "دغو ډزو اندېښمن کړم، ثمرالدین ته مې تیلې فون وکړ، چې څه وشول".

"ثمرالدین له یوه زنګ وروسته تیلې فون پورته کړ، ترې ومې پوښتل، ایا ستاسې په قرارګاه کې پر امریکايي پوځيانو کوم چا ډزې وکړې، هغه وخت یې زما د ځای په اړه وپوښتل، ما ورته وویل، چې ښار کې یم، راته وویل: همدا اوس له ښاره ووځه، ما امریکایان وویشتل، ډېر اندېښمن شوم، هېڅ باور مې نه کاوه".

په حقیقت کې، ګڼ هغه کسان چې پر امریکايي پوځيانو یې ډزې کړې، په تېښته نه دي بریالي شوي، خو ثمرالدین په اډه کې تر ډزو وروسته کورته په تېښته بریالی شو، او خپله کورنۍ یې په هرڅه خبره کړه.

د ثمرالدین د تره زوی غلام وايي، د خبر تر اورېدو وروسته سم لاسي یې د خپل تره کور ته منډې کړه، هلته یې ثمرالدین ولید، او ډېر تولی ښکارېده.

غلام وايي "کله چې ورنژدې شوم، په ژړا شو، په ټنډه مې ماچي کړ او ورته ومې ویل، چې مه ژاړه".

له پېښې یوه اوونۍ مخکې افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې شوې وې، چې د اکثرو لامل د امریکا په یوه کلیسا کې د قرآن شریف څو نسخو سوځېدل وو.

بیا وروسته، غلام وویل چې ولې ثمرالدین دا کار وکړ "ورته ومې ویل، ایا ددین په خاطر دې دوی ووژل، باید پرې وویاړې، موږ ټول د قرآن شریف سوځولو په غوسه کړي وو".

د ثمرالدین کورنۍ وايي، ګڼ ګاونډیان او ملګري یې همدا ډول فکر او نظر لري.

په امریکا کې د قرآن شریف تر سوځولو وروسته افغانستان کې ډېر تاوتریخجن لاریونونه وشول، چې په ځانګړې توګه د مزار شریف مظاهره کوونکو د ملګرو ملتونو پر دفتر برید وکړ او یو شمېر بهرني کارکوونکي یې ووژل.

د ثمرالدین کورنۍ وايي، زوی یې د قرآن سوځولو ډېر اندېښمن کړی و.

د ثمرالدین یو بل ورور نور محمد وايي، ورور یې په ګڼو لاریونونو کې ګډون کړی و، او د جومات ملا خطبې ته به په لومړي کتار کې په ځير ناست و.

نور محمد وايي "ملا وویل چې ثمرالدین د قرآن په سوځېدو ډېر اندېښمن شوی، دا خبره یې د یکشنبې په ورځ وکړه، په دوشنبې یې دوه امریکایان ووژل. ټول پوهېږي، چې ثمرالدین شهید شو، ځکه چې خپل ژوند یې د دین او قرآن قرباني کړ".

د ثمرالدین کورنۍ وايي، ثمرالدین وروستۍ شپه په کور و، بیا نژدې جومات ته ولاړ، له خپل یوه ملګري سره یې تیلې فون وکړ او ترې ویې غوښتل، چې په کور کې یو پټ ځای ورته برابر کړي. په همدغه کور کې بهرنیو ځواکونو وموند.

د سیمې ګڼ اوسېدونکي د ثمرالدین له کورنۍ سره د هغه په غم کې ځانونه شریک بولي، او دغه کورنۍ خپل زوی یو اتل بولي. کورنۍ یې وايي چې زرګونه کسان یې جنازې ته راغلي وو.

د ثمرالدین تره نصرالدین وايي "د جنازې په ځای کې خلک نه ځایېدل، یو ډېر ښکلی منظر و".

تبرک

د ثمرالدین قبر خپل کور ته په یوه نژدې هدیره کې دی، چې په سره جنډه کې نغښتل شوی، او په شناختو یې د قرآن شریف ځینې ایاتونه او دیني ویناوې لیکل شوې، همدا شان ځینې انځورونه او شعرونه هم پرې لیکل شوي، د هغه قبر ته اوس ګڼ کسان د تبرک لپاره ورځي.

د ثمرالدین تره وايي، د سیمې د اوسېدونکو په غوښتنه یې د کلي جومات د ثمرالدین په نامه کړ.

خو ځینې بیا وايي، چې نوموړی یو اتل دی، او د خپل دین په خاطر شهید شو.

په سیمه کې د عبدالمنعم په نامه یو دیني عالم وايي، د هغو کسانو د وژنې توجیه نه شته، چې افغان ولس ته د مرستې لپاره دغه هېواد ته راغلي دي.

Image caption د ثمرالدین پرقبره ځینې قرآني ایاتونه او دیني ویناوې په جنډو لیکل شوې دي.

دی وايي "دوی زموږ د خدمت لپاره راغلي، موږ یې باید درناوی وکړو. افغانان په مېلمه پالنې شهرت لري، موږ باید پر خپل مېلمه وسله راوانخلو، که نه نو لویه ګناه به مو کړې وي".

نوموړی زیاتوي "ځینې کسان تر دې هم وړاندې تللي، او وژونکی یې یو اتل او شهید بللی، خو ددغو تورو په مانا نه پوهېږي، اسلام د دا ډول اعمالو اجازه نه ورکوي".

د ثمرالدین مور هم له دغه عالم سره په خبرو کې موافقه ده، خو وايي چې زوی یې د یوې لویې قضیې په خاطر شهید شو، خو وايي چې باید پولیسو کې نه وای وژل شوی:

"ورته ومې ویل، چې که کار پرېنږدې، سرحدي پولیسو ته ورځم او هلته خپل ځان وژنم، خو کابو دوه کاله یې پولیسو کې دنده ترسره کړه، له کړاوونو سره مې ستر کړ، خو اوس مې له لاسه ووت".

د ثمرالدین په کور کې د هغه یادګاري انځورونه پر دېوالونو لیدل کېږي، او د هغه اتلولي ښيي.

ثمرالدین په دغه کور کې تر لس کلنۍ پورې ژوند کړي، تره یې وايي، چې هغه یو طبیعي ماشوم و، که څه هم څېره یې غوسه ناکه وه، خو هېچا ته یې زیان نه دی رسولی، له فوټبال سره یې ډېره مینه وه، له ښوونځي یې کرکه کوله".

د ثمرالدین کورنۍ یو څه موده له فاریابه پاکستان ته مهاجره شوې وه.

د افغان ځواکونو له لیکو پر بهرنیو ځواکونو ګڼ بریدونه د طالبانو په نامه شوي، خو د ثمرالدین په لاس دغه پېښه بیا بل ډول وه.

Image caption د کلي جومات د شهید ثمرالدین په نامه شوی دی.

امریکايي خبریالې انا بدخین دغه پېښه پلټلې ده او په سرحدي پولیسو کې یې د هغه له ملګرو سره ګډه پلټنه کړې ده.

دا وايي "د هغه له مشر سره مې وکتل، په دفتر کې ورسره کښېناستم، چای مو وڅښه، او سګرټ مو وڅکل، دې پایلې ته ورسېدم، چې افغان امنیتي ځواکونو کې یې ملګري هغه د یوه اتل په سترګه ګوري".

دغه خبریاله وايي، دا ډول نظرونه د وسله والو طالبانو له لوري پر بهرنیو ځواکونو د بریدونو لپاره تر ټولو ډېر ستر خطر رامنځ ته کوي.

وايي، بهرنیو ځواکونو ته په سمه سترګه نه کتل، ددې لامل کېږي، چې ګني دغه هېواد ته په زور راغلي او هر څه یې چې خوښه وي، هغه کولای شي.