کابل پاکستان د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ

Image caption د افغانستان د سولې پروسه په دا وروستیو کلونو کې سبوتاژ شوې ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د خړپړتيا د يوې نوې پرمختيا په ترڅ کې کابل پر اسلام اباد وروسته له ډېره وخته د ترهگرۍ د ملاتړ تور پورې کړ.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې د دۀ په وینا پاکستان د ترهگرۍ ملاتړ کوي او د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته د ترهګري وده د پاکستان د ناسم بهرني سیاست پایله ده، چې غواړي له ترهګرو څخه د افغانستان او هند پر وړاندې د یوې وسلې په توګه کار واخلي.

د افغان ولسمشر وياند زیاته کړه ترهگري د پاکستان لپاره هم د یوې جدي ستونزې بڼه غوره کړې، چې همدا اوس یې خپله دغه هېواد هم قرباني شوی.

ښاغلي فیضي د پاکستان هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې پاکستاني طالبان د افغانستان په کنړ او نورستان ولایتونو کې پټنځایونه لري او زیاته یې کړه، چې دغه پوښتنه باید له پاکستاني مقاماتو وشي، ځکه طالبان دوی رامنځ ته کړي دي.

د افغان ولسمشر ویندوي وویل که پاکستان په دې باب کوم لاسوند لري، باید افغان حکومت او نړیوالي ټولنې ته یې وړاندې کړي.

د افغانستان د ولسشمر ویاند بالعکس وويل پاکستان د افغان دولت د مخالفینو پالنه کړې او اوس هم د افغان حکومت مخالفو واک له اسلام اباد سره دی.

ښاغلي ایمل فیضي وویل، د افغان دولت مخالف مشران اوس هم په پاکستان کې ژوند کوي.

دوه مخی سیاست

د ولسمشر کرزي وياند زياته کړه چې پاکستان دوه مخی سیاست کوي، یو لور د همکارۍ ژمنې کوي او بل لور ته ځانمرګي او تروریستي ډلې افغانستان ته استوي.

د هغه په وینا، پاکستان په افغانستان کې خپلو ګټو پسې ګرځي، خو افغانستان نور نه شي کولای د دې هېواد دوه مخی سیاست وزغمي.

هغه وویل، پاکستان باید وپوهیږي، چې خپله هم د ترهگرۍ قرباني دی او باید دغه هېواد له افغان حکومت او نړیوالي ټولنې سره صادقانه همکاري وکړي.

د نوموړي په وینا د افغانستان د سولې په بهير کې د پاکستان همکاري نه کول د دې سبب شوي، چې دغه پروسه تر اوسه بې پایلې پاتې ده.

د ښاغلي فیضي په خبره، د افغانستان د سولې پروسه په دا وروستیو کلونو کې سبوتاژ شوې دى.

" هره هغه هڅه چې موږ د دې پروسې د پرمخ بیولو لپاره کړې او د خبرو اترو لپاره مو د افغانستان د حکومت له مخالفینو سره اړیکې ټینګې کړې، خو هغه کسان چې د پاکستان په خاوره کې اوسي، د پاکستاني حکومت له خوا نیول شوي، وهل ټکول شوي، بندیان شوي او ان وژل شوي دي."

د ولسمشر کرزي وياند ادعا وکړه چې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې نژدې ۱۸ کسه مخالفین چې غوښتل یې د سولې له بهير سره یو ځای شي، د پاکستان له خوا نیول شوي او له زورزیاتي وروسته وژل شوي دي.

ښاغلي فيضي نور جزييات ورنه کړل چې دغه کسان څوک وو او چيرې وژل شوي دي.

د افغانستان د ولسمشر وياند وويل پاکستان کې ځینې کړۍ غواړي د افغانستان د سولې بهير په خپل واک کې وساتي او له دې څخه د خپلو ګټو او سیاسي هدفونو لپاره کار واخلي.

ښاغلي فیضي دا ادعا هم وکړه چې په تېره یوه لسیزه کې پاکستان د افغانستان د سولې په بهير کې صادقانه همکاري نه ده کړې.

د پنجشنبې په ورځ ( د مارچ ٢٨) د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال جاويد لودين بي بي سي پښتو خپرونې ته ويلي و چې دوى د اسلام اباد له مرستې پرته هم د سولې بهير پر مخ بېولى شي.

د ښاغلي لودين د خبرو په تاييد ايمل فيضي وويل:

"موږ نه شو کولای په دې تمه کښېنو، چې پاکستان به نن یا سبا په دې لړ کې رښتینې همکاري پیل کړي، که پاکستان وغواړي او یا نړیواله ټولنه پاکستان اړباسي، چې د سولې په پروسه کې او همدا راز له افراطیت سره په مبارزه کې رښتینې همکاري وکړي، نو دا شونې ده، ځکه دغه ډلې اوس هم په پاکستان کې دي او پاکستان پر دوی کنترول لري."

رپوټونه ښيي چې ولسمشر حامد کرزى د شنبې په ورځ ( د مارچ ٣٠) ښايي قطر ته لاړ شي او هلته له نورو مسايلو سره جوخت د سولې پر بهير هم وغږيږي.

د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کې يوې سرچينې بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې ولسمشر کرزى به د طالبانو پر سياسي دفتر هم له قطري چارواکو سره خبرې کوي.

په کابل کې د پاکستان پخواني سفير رستم شاه مومند بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې دا ادعا رد کړه چې گواکې افغان چارواکي دې په افغانستان کې له پاکستاني طالبانو سره مرسته وکړي.

رستم شاه مومند دا هم رد کړه چې گواکې د افغانستان په وړاندې دې د پاکستان دريځ بدل شوى وي.

دغه تجربه لرونکي پاکستاني ديپلومات وويل په پاکستان کې اوس انتقالي حکومت دى او دا واک نه لري چې بهرنۍ تگلاره بدله کړي.

ښاغلي رستم شاه دا هم وويل چې امريکا د کابل او اسلام اباد د اړيکو خرابېدل نه غواړي او دا اوسنۍ تا ويلي ما ويلي د دۀ په وينا لږ مهالې دي.

ورته مطالب