د نورستان والي وايي پولیس مه کموئ

Image caption د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې په نورستان کې د پولیسو په لیکو کې د ریفورم په موخه د ۸۵۰ پولیسو د ګوښه کولو پرېکړه کړې ده.

د افغانستان په نورستان ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، که په دغه ولایت کې د ۸۵۰ پولیسو د ګوښه کولو په اړه د کورنیو چارو وزارت پرېکړه پلې شي، نو ښايي د دغه ولایت یو شمېر ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ورشي.

د نورستان والي وايي، دا شونتیا هم شته چې د پولیسو له لیکو ګوښه شوي کسان له خپلو وسلو سره د دولت مخالفو وسله والو ته ورشي.

تمیم نورستانی وايي، په نورستان کې سیمه ییز پولیس او د پوځ سرتېري نشته او د دغه ولایت امنیت یوازې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې په نورستان کې د پولیسو په لیکو کې د ریفورم په موخه د ۸۵۰ پولیسو د ګوښه کولو پرېکړه کړې ده.

دغه وزارت په یو رسمي مکتوب کې د نورستان له چارواکو غوښتي چې له ګوښه کړل شوو کسانو دې وسلې واخلي او رخصت دې یې کړي.

په دغو کسانو کې د سرتېرو تر څنګ افسران هم شامل دي.

د نورستان سیمه ییز چارواکي بیا د کورنیو چارو وزارت دغه پرېکړه یو اړخیزه بولي او وايي، که دغه پرېکړه پلې شي نو د نورستان په هره ولسوالۍ کې به شاوخوا ۵۰ پولیس پاتې شي او د پولیسو د کمښت له امله ښایې یو شمېر ولسوالۍ د دولت د وسله والو مخالفوینو لاس ته ورشي.

د نورستان والي ښاغلي نورستاني بي بي سي ته وویل، هغه کسان چې د ګوښه کېدو مکتوب یې صادر شوی اوس مهال د نورستان په لویو لارو او ځینو نورو سیمو کې د امنیت په ټینګولو بوخت دي او که دغه موضوع ورته وویل شي، ښایي له وسلو سره طالبانو ته ورشي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، د یو سرحدي ولایت په توګه د نورستان امنیت مهم دی او دغه وزارت به داسې پروګرام پلی نه کړي چې په دغه ولایت کې د نا امنیو لمنه نوره هم پراخه کړي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې په نورستان کې د عامه نظم او سیمه ییز پولیس ځای پر ځای کړي.

تمیم نورستانی وايي په دغه ولایت کې د پولیسو د تشکیل د کمېدو موضوع به د افغانستان د امنیت شورا سره هم شریکه کړي چې دغه شورا د کورنیو چارو وزارت د حکم د پلي کېدو مخه ونیسي.

نورستان د افغانستان په ختیځ کې هغه سرحدي او غرنی ولایت دی چې د پاکستان له چترال سیمې سره ګډه پوله لري او ویل کېږي چې په دغه ولایت کې نا امني په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د نا امنۍ سبب ګرځي.

ورته مطالب