غزني کې نښتې او بمبارۍ مرګ ژوبله اړولې

Image caption په ټوله کې دغه بمباري د استوګنې سيمې او کرنيزو ځمکو ته څېرمه شوې.

د غزني ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د دولت د مخالفو ځواکونو سره په نښته کې ۱۱ طالب جنګيالي وژل شوي او اته تنه نور يې ټپيان شوي دي.

دوى وايي چې لومړى وسله والو مخالفينو د بهرنيو ځواکونو پر لوژستيکي کاروان بريد وکړ او له لنډ مهاله نښتې وروسته د هوايي بمبارۍ په پايله کې مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.

خو د سيمې اوسيدونکي بيا وايي چې په دغې بمبارۍ کې د ولسي خلکو ګاډي هم په نښه شوي او د دوى په وينا چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يې اته کسه ټپيان کړي دي.

طالبانو هم په يوه خبر پاڼه کې د خپلو اتو تنو جنګياليو د وژل کېدو خبره منلې، خو بهرنيو او دولتي ځواکونو ته يې د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې.

دغه نښته غزني ښار ته څېرمه د سفندې په کلي کې شوې.

د غزني د پوليسو د امنيت امر سمونوال محمد حسين عادل وايي لومړى وسله والو مخالفينو سفندې کلي ته څېرمه د ناټو پر اکمالاتي کتار وسله وال بريد وکړ او له څو شيبې نښتې وروسته د يوه هوايي بريد په پايله کې د مخالفينو دوه ګاډي په نښه شول چې په خبره يې نهه تنه وسله وال وژل شوي او همدومره نور يې ټپيان شوي دي.

هغه په دغې پېښه کې د ښوونځي د دوو تنو زده کونکو د وژل کېدو خبر هم تائيد کړ.

بل لور ته يو شمېر سيمه والو ويلي چې پېښه کې ځينو ولسي وګړو ته د مالي زيانونو تر څنګ ځاني زيانونه هم اوښتي. د دغه ولايت د روغتون مشر ډاکټربازمحمد همت ويلي چې د پېښې له ځایه يې اته تنه ټپيان چې ټول يې ولسي وګړي وو دوى ته وروړي دي.

هغو کسانو چې سيمې ته ورغلي، بي بي سي ته وويل چې د پېښې په ځای کې دوه ويجاړ شوي ګاډي ليدل کېدل او په ګاډو کې يې د وسلو نښې نښانې هم پخپلو سترګو ليدلې دي.

هغوى وايي چې ويجاړ شوي ګاډي په وينو لړلي ښکاريدل او شاوخوا ته یې د وژل شويو کسانو اندامونه هم پراته وو.

د طالبانو ويندويى ذبيح الله مجاهد د يوې خبر پاڼې له لارې د خپلو اتو تنو جنګيالو وژل کېدل منلي، خو په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې حکومتي او بهرنيو ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله او مالي تاوانونه اړولي دي. په خبر پاڼه کې د ګڼو ولسي وګړو د مرګ ژوبلې يادونه هم شوې.

په ټوله کې دغه بمباري د استوګنې سيمې او کرنيزو ځمکو ته څېرمه شوې او داسې اټکل کېږي چې په پېښه کې به د مرګ ژوبلې شمېره له ورکړل شويو شمېرو زياته وي.

تېره اونۍ د لوګر ولايت د بره کي برک ولسوالۍ د سجاوند په سيمه کې ولسي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو افغان ولسمشر يوه پلاوي ته دنده سپارلې چې په سيمه کې د دغې شوې مرګ ژوبلې په اړه پلټنې وکړي.

د دغه پلاوي مشري د ولسمشر سلاکار شهزاده مسعود په غاړه لري او د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو استازي هم په کې غړيتوب لري.

تېره اونۍ دغلته د هوايي بمباريو په پايله کې ۱۴ ولسي وګړي وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان شوي وو.

ورته مطالب