افغان ولسمشر حامد کرزی قطر ته روان شو

Image caption اوس به افغان ولسمشر حامد کرزی قطر ته په خپل سفر کې د سولې په اړه د خبرو اترو مساله له نژدې د هغه هېواد له چارواکو سره شریکوي.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې افغان ولسمشر حامد کرزی نن ( شنبه - مارچ ۳۰) له غرمې مخکې د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شو.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې ولسمشر کرزی به د دوه ورځني سفر پر مهال د قطر د امیر محمد بن خلیفه آل ثاني په ګډون له قطري چارواکو سره وګوري او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په ګډون به په افغانستان کې د سولې د خبرو د پروسې په اړه ورسره خبرې وکړي.

له ولسمشر کرزي سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا او د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني ملګرتیا کوي.

له دې مخکې د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کې يوې سرچينې بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته ويلي چې ولسمشر کرزى به د طالبانو پر سياسي دفتر هم له قطري چارواکو سره خبرې کوي.

تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم قطر ته تللی و، چې په اردن کې یې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال اشفاق کیاني سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې هم کړې وې.

قطر ته د ښاغلي کرزي سفر داسې مهال تر سره کېږي، چې تېره ورځ (مارچ ۲۹) د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي ویلي، د تېرو کلونو په اوږدو کې د افغانستان د سولې پروسه سبوتاژشوې ده.

له بي بي سي سره په مرکه کې ښاغلي فیضي وویل، د افغانستان د سولې په بهير کې د پاکستان همکاري نه کول د دې سبب شوي، چې دغه پروسه تر اوسه بې پایلې پاتې شي.

د نوموړي په وینا له دې وروسته افغانستان نه شي کولای پاکستان ته انتظار وکړي او دوی هڅه کوي، افغانستان کې د سولې او ټیکاو راوستو لپاره نورې لارې چارې ولټوي، چې کېدای شي قطر هم له همدې لارو چارو څخه یوه وي.

د پنجشنبې په ورځ ( د مارچ ٢٨) د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال جاويد لودين بي بي سي پښتو خپرونې ته ويلي و چې دوى د اسلام اباد له مرستې پرته هم د سولې بهير پر مخ بېولى شي.

په قطر کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو لپاره د دفتر د پرانیستلو مساله شاوخوا له دوو کلونو راهیسې روانه ده. د دغو خبرو اترو لپاره افغان دولت وسله والو طالبانو ته ځینې شرطونه هم وړاندې کړي دي، چې د افغانستان اساسي قانون به مني او له القاعدې ډلې سره به خپلې اړیکې پرې کوي.

خو اوس به افغان ولسمشر حامد کرزی قطر ته په خپل سفر کې د سولې په اړه د خبرو اترو مساله له نژدې د هغه هېواد له چارواکو سره شریکوي.

ورته مطالب