تېر کال ۲۳۰ ټنه مخدره مواد افغان چارواکو نیولي دي

Image caption په دغو مخدره موادو کې هېرویین، مورفین، تریاک او چرس شامل دي.

له مخدره موادو سره د مبارزې افغان عدلي او قضايي اداره وايي تېر کال تر ۲۳۰ ټنو ډېر مخدره مواد نیول شوي دي.

په دغو مخدره موادو کې هېرویین، مورفین، تریاک او چرس شامل دي.

دغه راز دغې ادارې ویلي چې په ۱۳۹۱ کال کې سلګونه قضیې ورسره ثبت شوي دي او د یو شمېر بهرنیانو په ګډون په کې ښکېل سلګونه تورن کسان تحقیقي ادارو ته سپارل شوي دي.

له مخدره موادو سره د مبارزې افغان عدلي او قضايي اداره وايي پر ۲۳۰ ټنو مخدره موادو سر بېره ۴۶ ټنه کیمیاوي جامد مواد او تر ۲۹ زرو ډېر مایع کیمیاوي مواد چې د مخدره موادو په جوړولو کې ګټه ترې اخیستل کېږي هم نیول شوي دي.

دغه اداره وايي تېر کال ۴۲۰ زره لېټره الکولي مشروبات هم نیول شوي دي.

له مخدره موادو سره د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ مشر یارمحمد حسین خیل وايي د نیول شویو کسانو په ډله کې یو شمېر بهرنیان هم شامل دي.

چارواکي وايي د دغو پېښو زیاتره لاملین د هلمند، کابل، نیمروز، ننګرهار او هرات په ولایتونو کې وو.

سره له دې چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې لسګونه زره بهرني پوځیان هم په افغانستان کې شتون لري خو بیا هم دغه هېواد په نړۍ کې د مخدره موادو ستر تولیدونکی ګڼل کېږي.

افغان امنیتي چارواکي وايي د مخدره بوټو کرکیله، د مخدره موادو تولید او قاچاق مخامخ له ترهګرۍ سره اړیکې لري او نړیواله ټولنه باید د دغې ستونزې په لېرې کولو کې ډېرې مرستې وکړي.

ورته مطالب