تخار کې ښوونکو اعتصاب کړی

Image caption دغه ښوونکي د تخار ولایت د خواجه بهاء الدین ولسوالۍ د ۱۸ ښوونځیو دي چې شمېر یې شاوخوا ۳۰۰ ښوونکو ته رسېږي.

د افغانستان په شمالي ولایت تخار کې لسګونه ښوونکو په کاري اعتصاب لاس پورې کړی دی. دوی وايي له څو کلونو راهیسې ژمنې ورسره کېږي چې د اوسېدلو لپاره د ځمکو نمرې به پرې ووېشل شي خو دغه ژمنه هېڅکله هم نه ده پوره شوې.

دغه ښوونکي د تخار ولایت د خواجه بهاء الدین ولسوالۍ د ۱۸ ښوونځیو دي چې شمېر یې شاوخوا ۳۰۰ ښوونکو ته رسېږي.

دغو ښوونکو له دې امله اعتراض کړی چې دوی ته د اوسېدلو لپاره د نمرو سندونه شاوخوا پنځه کاله وړاندې وېشل شوي خو تر اوسه ځمکې نه دي ورکول شوي.

د خواجه بهاء الدین د نجونو د لیسې ښوونکې جمعه ګل لطیفي وايي په ۱۳۸۶ کال کې پرېکړه وشوه چې ښوونکو ته دې مېنې جوړې شي او یوه، یوه نمره ځمکه دې ورکړل شي، خو دا دی پنځه کاله کېږي چې له ستونزو سره مخامخ دي.

دغه ښوونکې ادعا کوي چې دوی ته د ځمکې وېشل شوي سندونه هم جعلي دي.

دوی پرته له دې چې د کوم چا نوم واخلي ادعا کوي چې ورته ځانګړې شوې ځمکه د یو شمېر زورورو له خوا چې له دولتي چارواکو سره اړیکې لري نیول شوې ده.

د دوی په وینا ځايي چارواکي نه دي توانېدلي چې د ښوونکو د ښارګوټي لپاره د ځانګړې شوې ځمکې د غصب مخه ونیسي.

ښوونکي وايي تر هغه به خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړي چې د پوهنې وزارت او حکومت د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

د خواجه بهاء الدین ولسوالۍ د یوه ښوونځي ښوونکې زرمینه شایق وايي حکومت ادعا کوي چې د خواجه بهاء الدین ولسوالۍ ښوونکو ته امکانات په واک کې ورکړل شوي خو دوی ښوونکو ته یوه نمره ځمکه هم نه ده ورکړې چې ژمنه یې ورسره کړې وه.

خو د پوهنې وزارت د خواجه بهاء الدین ولسوالۍ د ښوونکو ادعا ردوي.

د دې وزارت د خپرونو رييس کبیر حقمل وايي له ۴۰۰ نمرو څخه یوازې په ۷۲ نمرو د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د ملکیت ادعا لري چې په عدلي ارګانونو کې تر څېړنې لاندې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني ولایت ښوونکو هم ګواښ کړی که په ۱۵ ورځو کې د دوی د اوسېدلو لپاره د ځانګړو شویو نمرو برخلیک څرګند نه شي نو په کاري اعتصاب به لاس پورې کړي.

ښوونکو ته د اوسېدولو لپاره د نمرو وېش نژدې درې کاله وړاندې پیل شوی.

د پوهنې وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې د ۲۰۰ زره ښوونکو له ډلې تر اوسه شاوخوا ۸۱ زره ښوونکو ته نمرې وېشل شوي دي.

ورته مطالب