له وردګو امريکايي ځانګړي ځواکونه په وتو شول

Image caption څو اوونۍ وړاندې د وردګو ځینو اوسېدونکو په کابل کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د وتلو په اړه لاریون هم وکړ.

د ميدان وردګو د نرخ له ولسوالۍ د ځانګړو امريکايي ځواکونو وتنه پيل شوه.

د دغه ولايت سيمه ييز چارواکي وايي د دغو ځواکونو ځاى د افغان ملي پوځ ځواکونو ته خوشې شوى او له دې وروسته به ټولې امنيتي واګې د همدغو ځواکونو پر غاړه وي.

يوه مياشت وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي امريکايي ځانګړو ځواکونو ته دوه اوونۍ وخت ټاکلى و چې له ميدان وردګو ووځي، خو دغه فرمان ته امريکايي لوري غاړه کښېنښوده.

له يو لړ ناندريو وروسته ښاغلي کرزي او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزيف دنفورډ په خپلو کې هوکړه وکړه چې دغه ځواکونه به له ميدان وردګو ووځي.

د ميدان وردګو چارواکي وايي په راتلونکو دوه ورځو کې به د هغه ولايت د نرخ له ولسوالۍ نه د امريکايي ځانګړو ځواکونو د وتلو لړۍ بشپړه شي.

که څه هم چې د افغانستان د دفاع وزارت سرچينې له نرخ ولسوالۍ نه د امريکايي ځانګړو ځواکونو د وتلو په تړاو ناخبري ښيي، خو د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼى وايي چې لا له وړاندې د افغان پوځ ځانګړي ځواکونه سيمې ته رسېدلي چې په وينا يې د امريکايي ځواکونو تشه ډکه کړي.

که څه هم هغه سيمې ته د ورغلو افغان ځواکونو پر وړاندې شته ننګونې هم مني، خو وايي په نژدې راتلونکې کې به په دې اړه د افغانستان د امنيت شورا پرېکړه کوي.

د ميدان وردګو په ولايت کې د مېشتو ځانګړو امريکايي ځواکونو پر سر د کابل او واشنګټن تر منځ اړيکي ډېرې ترينګلې شوې وې او دواړو لورو پر يو بل سختې نيوکې هم کولې.

دغو ناندریو تر هغې وروسته زور واخيست چې يو شمېر سيمه والو يوه مياشت وړاندې هلته په مېشتو امريکايي ځواکونو تور پورې کړ چې ګواکې د خلکو په وژلو، ځورولو او رټلو کې ښکېل دي.

تر هغې وروسته افغان ولسمشر له سيمې د دغو ځواکونو د وتلو لپاره دوې اوونۍ وخت وټاکه خو امريکايي لوري دغه فرمان ته غاړه کښېنښوده

خو په دې وروستيو کې د افغان ولسمشر او ناټو ځواکونو عمومي قومندان سره هوکړه وکړه چې دغه ځواکونه بايد له سيمې په شا شي.

سيمه ييز چارواکي وايي د نرخ ولسوالۍ تر څنګ د ميدان وردګو ولايت په دوو نورو ولسواليو چک او جلريز کې هم امريکايي ځواکونه مېشت دي خو ظاهرا تر دې دمه له هغو ولسواليو د امريکا د ځانګړو ځواکونو په اړه څه نه دي ويل شوي.

ورته مطالب