کرزی قطر کې طالبانو ته د دفتر پر پرانستو غږېږي

Image caption کابل غواړي طالبان له افغان حکومت سره د خبرو لپاره چمتووالی وښيي

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر په وينا افغان ولسمشر حامد کرزی به د قطر له امير شېخ حمد بن خليفه آل ثاني او نورو جګپوړو قطري چارواکو سره وسله والو طالبانو ته په قطر کې د يوه سياسي دفتر د پرانستلو پر پلانونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو پر ټينګېدو خبرې وکړي.

د ولسمشر د وياند مرستيالې عادله راز له بي بي سي سره په مرکه کې وويل طالبانو ته د سياسي دفتر د پرانستې مسله به له قطري مشرانو سره د ولسمشر کرزي د خبرو يوه مهمه برخه وي:

"دغلته به په دوو موضوعګانو بحث کېږي، يو به د قطر او افغانستان ترمنځ د دوه اړخيزه همکاريو پر پراختيا او بل به د افغانستان د سولې د بهير په اړه خبرې وشي."

افغان ولسمشر ته يوې نژدې سرچينې بي بي سي ته وويل، ولسمشر کرزی غواړي داسې يو ضمانت ترلاسه کړي چې طالبان به د قطر له دفتره د پيسو د راټولولو په موخه کار نه اخلي.

کابل دا راز دا هم غواړي چې طالبان له افغان حکومت سره د خبرو لپاره چمتووالی وښيي، له تاوتريخوالي لاس واخلي او له القاعدې سره اړېکې پرې کړي.

طالبانو تر اوسه د کابل له حکومت سره خبرې له دې کبله رد کړي دي، چې وايي دا د امريکا يو لاسپوڅی حکومت دی او د خبرو اترو واک نه لري.

طالبانو تېر کال له امريکايانو سره خبرې درلودې، خو دوی له دې په خبرو ووتل چې ويل يې امريکايان له دوی سره په کړو ژمنو ونه درېدل.

په دغو ژمنو کې يوه هم له ګوانتانامو زندان نه د طالب بنديانو د خوشې کېدو مسله هم ياده شوې وه.

افغان چارواکي تل ټينګار کوي چې خبرې بايد له افغان حکومت سره او د سولې د عالي شورا له لارې تر سره شي.

ورته مطالب