تاجکستان په ژمي کې هم افغانستان ته برېښنا ورکوي

Image caption تاجک چارواکو دا ژمنه له افغان چارواکو سره د ليدو پر مهال تاجکستان کې کړې ده.

تاجکستان ژمنه کړې چې افغانستان ته به په ژمي کې هم پوره سل مېګا واټه برېښنا برابروي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د همدغې کچې برېښنا تړون لاسليک شوى خو په ژمې کې دا کچه ان تر نيمايي هم کښته راتلله.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي د برېښنا د کچې دغه ډېرېدنه به د دې لامل شي چې د دغه هېواد په شمال کې نژدې ۵۰ زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

تاجک چارواکو دا ژمنه له افغان چارواکو سره د ليدو پر مهال تاجکستان کې کړې ده.

افغانستان او تاجکستان چې کوم تړون لاسليک کړى د هغې پر بنسټ به تاجک حکومت دغه هېواد ته په کال کې سل مېګاواټه برېښنا ورکوي، خو په تېر کې به د ژمي پر مهال دا کچه له ۵۰ ان تر ٤٠ مېګاواټو کښته راتلله.

دا کمښت به د دې لامل کرځېدۀ چې د افغانستان په شمال کې زرګونه کورنۍ له برېښنا بې برخې شي.

اوس تاجک چارواکو له افغان چارواکو سره ژمنه کړې چې د ژمي پر مهال به هم افغانستان ته پوره سل مېګا واټه برېښنا ورکوي.

د افغانستان برېښنا شرکت مشر عبدالرزاق صمدي بي بي سي ته وويل د دغې برېښنا په پوره کېدو به د هېواد په شمال کې نژدې ۵۰ زره کورنۍ له همېشنۍ برېښنا برخمنې شي.

افغانستان اوس مهال له شته برېښنا څخه په کور دننه يوازې شل سلنه توليدوي او پاتې ۸۰ سلنه له ترکمنستان ازبکستان او يو شمېر نورو ګاونډيو هېوادونه څخه را لېږدوي.

کارپوهان وايي دا چې افغانستان څپاند سيندونه لري نو په بالقوه توګه د خورا ډېرې برېښنا د توليد وړتيا لري، خو بيا هم په تېره لسيزه کې په دغه هېواد کې داسې کوم لوى برېښنا کوټ نه دى جوړ شوى چې حساب دې پرې وشي.

ورته مطالب