له ډنفورډ څخه د پاکستاني پوځي مشر غوښتنه

Image caption د ا یساف د قومندان په حیث دا پاکستان ته د جنرال جوزف ډنفورډ لومړی سفر دی.

د پاکستاني پوځ مشرجنرال اشفاق پروېزکیاني افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال جوزف ډنفورډ څخه په ټینګه غوښتنه کړې چې افغانستان څخه پاکستان کې د بریدونو مخنیوې لپاره پاکستان سره مرسته وکړي.

جنرال کیاني دا غوښتنه جنرال جوزف ډنفورډ سره راولپنډۍ کې د دوشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ په مرکز کې د غونډې پرمهال وکړه. د پاکستاني پوځ د اطلاعاتو څانګې وویل چې دواړو پوځې مشرانو د همکارۍ او په وسله والو د فشار زیاتولو په اړه خبرې وکړې، چې د پاکستان او افغانستان په سرحدې سیمو کې د امنیت لپاره ګواښ دي.

د ا یساف د قومندان په حیث دا پاکستان ته د جنرال جوزف ډنفورډ لومړی سفر دی. دغه سفر داسې مهال شوی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې یو ځل بیا له فشار سره مخامخ دي.

افغانستان تېره اونۍ پاکستان ته د افغان ملي اردو د افسرانو سفر په کنړ ولایت د ادعاشویو پاکستاني توغندیو ویشتو پر ضد د احتجاج په توګه لغو کړ.

پاکستان ته د افغان پوځي افسرانو د سفر په لغوه کولو اسلام اباد کې د بهرنيو چارو د وزارت ویاند وویل دوى خواشيني شوي دي او پاکستان په ښه نیت دغه وړاندیز کړی و، ځکه چې افغان ځواکونه روزنې ته اړتیا لري.

د جنرال کیانې او د جنرال جوزف د خبرو په اړه د پاکستاني پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې غونډه د درې اړخیزه کمېسیون د هلو ځلو برخه ده چې د پوځونو ترمنځ او سیمه کې د ثبات لپاره همکاري ډېره شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې جنرال کیاني د سوله ییز، ټینګ اومتحد افغانستان لپاره هیله څرګنده کړه.

'هغه د افغانانو په مشرۍ د بریالۍ امن پروسې لپاره یو ځل بیا د ملاتړ ژمنه وکړه'

د پاکستاني پوځ بیانیه وایي چې جنرال جوزف د ایساف او پاکستان ترمنځ په اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل چې پاکستان، افغانستان او نړۍ سیمه کې امنیت او ثبات غواړي او دا چې دا ډول غونډې دغه هدف تر لاسه کولو پلاره مهمې دي.

ورته مطالب