پر زندان چارواکو د بندیانو ځورولو تور ولګېد

Image caption څو ورځې مخکې لسګونو زندانیانو دهلمند ولایت په مرکزي زندان کې د نه خوړلو اعتصاب کړی و.

د سویلي ولایت هلمند د یوشمېر بندیانو د کورنیو غړي ادعا کوي چې د دغه ولایت په بندخونو کې له زندانیانو سره ناوړه چلند کېږي.

دغه کسان د زندان پرچارواکو تور پورې کوي چې د کورنۍ غړو ته یی په شپو شپو کوټه کولپي ورکوي اوځوروي یي.

څو ورځې مخکې لسګونو زندانیانو دهلمند ولایت په مرکزي زندان کې د چارواکو له خوا د دوی د غوښتنو د نه منلو او ستونزو نه هوارولو لپاره د نه خوړلو اعتصاب کړی و، چې وروسته د زندانیانو او امنیتي کسانو تر منځ نښته هم رامنځ ته شوې وه.

د هلمند په مرکزي زندان کې سلګونه سیاسي او جنایی بندیان ساتل کېږي چې د کورنيو غړي یې د زندان ساتونکي په ناوړه چلند تورنوي.

خو د هلمند سیمه ییز چارواکي په بند خونو او محبس کې د زندانیانو سره د ناوړه چلند تورونه ردوي.

د دغه ولایت دوالي ویاند عمرځواک وایي چې په زندان کې نه څوک وهل شوي او نه هم چا له زندانیانو پېسې اخیستې.

ښاغلی ځواک وایي، چې د زندانیانو د وضعیت څېړلو او ستونزو د هواري لپاره یې یو پلاوی ټاکلی، چې ډېر ژر به هلته شته ستونزې هوارې شي.

د هلمند ځايي اوسېدونکي داسې مهال د دغه ولایت په بندخونو کې د ستونزو او د امنیتې ځواکونو له خوا له زندانیانو سره د ناوړه چلند خبره کوې، چې په ګاونډي ولایت کندهار کې د ولسي جرګې یوه ګډ پلاوي کندهار کې د خپلو موندنو په پایله کې ویلي، چې د امنيتي ځواکونو په بند خونو او زندان کې يو شمېر کسان د توقيف پر مهال وهل شوي او ځورول شوي او يا يې له قانوني مودې ډېر وخت په بند کې تېر کړى دى.

ورته مطالب