ځانګړې لیکنه: د قطر په سفر کې څه تېر شول؟

Image caption د قطر دې سفر کې دافغان قطر دېپلوماتيکه اړيکو او د سولې په بهير خبرې وشوې

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د قطر د امیر حمد بن خلیفه آل ثاني په رسمي بلنه د مارچ میاشتې په دېرشمه د قطر هېواد ته سفر وکړ.

قطري چارواکو څو ځلې مخکې هم له افغانستان څخه غوښتي وو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې تګ راتګ زیات شي چې د کابل او دوحې تر منځ اړیکې لا پیاوړې شي.

ولسمشر حامد کرزي د قطر د امیر دا بلنه ومنله او د سفر پر اجنډا کار پیل شو.

د دې سفر لپاره دوه هدفونه وټاکل شول، لومړی دا چې د کابل او دوحې تر منځ باید په سیاسي او دیپلوماتیک ډګر کې دوه اړخېزې همکارۍ او تماسونه ډېر شي چې په نورو برخو لکه تجارت او اقتصاد کې هم اړیکې رامنځته شي.

دوهم، د سولې د بهیر په اړه چې کوم ابهامات د قطر د رسمي موقف او په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو په اړه موجود ول، وضاحت راشي.

په دغه دوه ورځني سفر کې ښاغلي کرزي د قطر له امیر، د دغه هېواد له ځینو نورو چارواکو، په قطر کې مېشتو افغانانو او قطري پانګوالو سره وکتل.

په سفر کې له حامد کرزي سره د نورو دولتي لوړ پوړو چارواکو په ګډون د بهرنیو چارو وزیر او د سولې د عالي شورا رئیس هم ګډون درلود.

ښاغلي ولسمشر دوحې ښار ته له رسېدو سره سم په قطر کې له یو شمېر مېشتو افغانانو سره چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه وو او په کې پانګه وال، فرهنګي شخصیتونه، علماء، ځوانان او ماشومان شامل وو، وکتل.

په دوی کې له وطن څخه د لېرې والي درد احساسېده او د ورغلیو افغانانو په لیدو ډېر خوشحاله معلومېدل.

هغوی خپل ولسمشر ته تود هرکلی ووایه او په هېواد کې یې د سولې له پروسې څخه خپل حمایت څرګند کړ او په دې لار کې یې د دوامدارو هلو ځلو غوښتنه وکړه، دعا یې وکړه چې په افغانستان کې د سولې هڅې ښې پایلې ولري.

له دوی څخه یو تن د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي پخوانی استاد محمد علی داري په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت په لاره کې تنازل او تېرېدنه د اهمیت وړ وبلله، د سولې په لاره کې یې د ولسمشر د دغه سفر او هڅو لپاره د بریالیتوب دعا وکړه.

نورو ګډونوالو په قطر هېواد کې خپلې ستونزې بیان کړې او ولسمشر ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزې به له قطري چارواکو سره مطرح کړي.

حامد کرزي دوی ته د سولې د هڅو په اړه وویل چې موږ هم د سولې غوښتونکي یو، خو د وروستۍ لسیزې لاسته راوړنې، د افغانستان خپلواکي، ملي حاکمیت او عزت باید په تمامه معنی وساتل شي.

د افغانستان حکومت له طالبانو غواړي چې خپلې خاورې ته راشي او د پردیو له منګولو نه ځانونه خلاص کړي.

قطري پانګوال

له یادې کتنې وروسته ښاغلي کرزي د قطر هېواد له یو شمېر پانګوالو سره چې د قطر هېواد د چارواکو له لوري یې غونډه تنظیم شوې وه، هم وکتل.

هغوی د قطر هېواد له بډایې طبقې څخه داسې کسان وو چې څرګندېده د نړۍ له سیاسي حالاتو او جنجالونو څخه لېرې په یوه بله نړۍ کې اوسي او ډېره علاقمندي یې له خپلې پانګې او هوسا ژوندانه سره ده.

افغان ولسمشر دوی له هغو پرمختګونو څخه چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې رامنځ ته شوي، یادونه وکړه او دا اطمینان یې ورکړ چې تر اوسه په افغانستان کې هېڅ بهرنی پانګوال د امنیت د نه شتون په سبب نه دی زیانمن شوی.

دوی وویل چې د سولې د بهیر په بریالیتوب سره به په افغانستان کې د پانګوونې فرصتونه څو برابره زیات شي.

حامد کرزي د قطر پانګوال په افغانستان کې پانګوونې ته وهڅول، وظې ویل: د پانګوونې په هره برخه کې چې تاسو غواړئ، تاسو ته هرکلی وایو!

له بډایانو څخه شیخ علی بن عبدالله بن ثانی د هېواد ولسمشر ته وویل: په افغانستان کې د پانګوونې لپاره ښه فرصتونه موجود دي او د قطر پانګوال لېواله دي چې له دغو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

هغوی وویل چې ډېر ژر به له دوی څخه یو پلاوی په افغانستان کې د پانګوونې په موخه کابل ته سفر وکړي او له هغه وروسته به د پانګوونې د فرصتونو د لا ډېرې څیړنې لپاره د متخصصینو یوه ډله ولیږو. ښاغلي کرزي د خپل سفر په دویمه ورځ د قطر له امیر سره په امیري دیوان کې وکتل.

په دغه کتنه کې د ولسمشر کرزي او د قطر د امیر تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو او د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې وشوې.

په کتنه کې په دې بحث وشو چې د قطر شاهي دولت او امیر یې څه ډول کولای شي د سولې په بهیر کې له افغانستان سره همکاري وکړي او زموږ د دولت له وسله والو مخالفینو سره د مذاکراتو زمینه برابره کړي.

د قطر امیر په افغانستان کې د سولې په اړوند د خپلې بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او د دغه بهیر د پیاوړي کېدو او په دې برخه کې د افغان دولت د مهم او بنسټیز رول پلوي یې وکړه.

قطر کې طالبان

قطري لوري آماده ګي وښوده چې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي او په بېلا بېلو برخو کې به خپلې اړیکې له افغان لوري سره پیاوړې کړي. په مذاکراتو کې دا څرګنده شوه چې قطر د طالبانو لپاره، د نورو په غوښتنه، د کوربه حیثیت لري او بس.

د یادولو وړ ده چې د دغه سفر په جریان کې افغان پلاوي د طالبانو په نماینده ګۍ له هیچا سره لیده کاته ونه کړل، دا ځکه چې دا سفر یوازې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت په هدف و او بل دا چې تر دې دمه په دوحه کې د طالبانو د تحریک له رهبرۍ څخه څوک وجود نه لري.

له سفر مخکې د کابل رسنیو د ځینو تش په نامه "کارشناسانو" داسې تحلیلونه نشر کړل چې د سفر په اړه یې د غیر واقعي انتظاراتو فضا رامنځ ته کړې وه.

یاد سفر د قطر د امیر په دعوت ترسره شو چې پایله یې په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو ټینګښت او د سولې د بهیر په اړه د قطر د موقف روښانول وو چې دواړه اهداف تر لاسه شول.