"په ۱۳۹۱ کې له بشري حقونو سرغړونې ډېرې وې"

Image caption د افغانستان د مرکزي زون د بشري حقونو سیمه ییز بنسټ وايي تېر کال په دغه سیمه کې له بشري حقونو څخه سرغړونې د نور کله په پرتله په سلو کې ۲۵ ډېر شوې وې.

د افغانستان د مرکزي زون د بشري حقونو سیمه ییز بنسټ وايي تېر کال په دغه سیمه کې له بشري حقونو څخه سرغړونې د نور کله په پرتله په سلو کې ۲۵ ډېر شوې وې.

دغه دفتر چې باميان او د ميدان وردگو، غزني، او پروان اته ولسوالۍ يې تر څار لاندې دي وايي له بشري حقونو نه ډېری سرغړونکي په خپله حکومتي چارواکي دي.

د ياد شوي دفتر چارواکي په دې هکله اندیښنه څرګنده کړې او له حکومته غواړي چې د دغو پیښو مسوولین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د دغه بنسټ چارواکي وايي د انساني کرامت تر پښو لاندې کول، په خپل سر بندي کول او له واده محرومول د دغو پيښو له بيلگو دي.

د افغانستان د مرکزي زون د بشري حقونو سيمه ییز بنسټ باميان د غزني ولايت جاغري، مالستان او ناوه ولسوالۍ د پروان ولایت شيبر شيخ علي ولسوالۍ او د ميدان وردگو درې ولسوالۍ څاري.

د ياد شوي دفتر سرپرست مشر حيات الله حيات بي بي سي ته وويل تر ډېره خپله حکومتي چارواکي له بشري حقونو نه په سرغړونو کې ښکيل دي.

ښاغلي حیات له بي بي سي سره په خبرو کې وویل "عاملان نيغ په نيغه يا په غیر مستقيم ډول حکومتي چارواکي دي. دوى يا نيغ په نيغه خپله په پيښو کې ښکيل دي او يا هم د قضيو په څيړلو کې ناغيړي کوي."

ښاغلي حيات زیاته کړه چې پوليس نه دي توانيدلي چې په دغو مرکزي سيمو کې له بشري حقونو نه په سرغړونو تورن کسان ونيسي او د قانون منگولو ته يې وسپاري.

نوموړي د سيمې عدلیي بنسټونه هم تورن کړل چې گواکې د تورنو کسانو د قضيو په برخه کې ناغيړي کوي.

د بشري حقونو ياد شوي سيمه یيز دفتر له بشري حقونو د سرغړونو د ډېریدو په اړه انديښنه وښووله او له حکومته يې وغوښتل چې دې لوري ته پام واړوي.

سره له دې چې په تېره لسيزه کې په دغه هېواد کې د بشر د حقونو د خوندي کولو هڅې شوې يو شمېر کارپوهان وايي دا چې په خپله چارواکي په پيښو کې ښکيل دي، اداري فساد روان دی، له قانون سره په ټکر کې پريکړې کېږي لاهم د بشر د حقونو د خوندي کولو په برخه کې ننگونې شته.

ورته مطالب