پاکستان د افغان چارواکو څرګندونې رد کړې

Image caption د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په ګورسال سیمه کې د پاکستاني پوستې د بیا جوړولو په اړه د افغان چارواکو څرګندونې د لاسلیک شوې موافقې پرضد دي.

پاکستان د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هغه څرګندونې په کلکه رد کړې چې ویلي یي وو پاکستاني ځواکونو د ګډې پولې په اوږدو کې یو اړخیز فعالیتونه پیل کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جاوید لودین ویلي وو چې د پاکستان پوځ د ننګرهار ولایت کوشتې ولسوالۍ ته نیژدې د تاسیساتو په جوړولو لاس پورې کړی چې په هیڅ ډول د ښاغلي لودین په وینا دغه ډول تاسیسات افغانستان ته د منلو وړ نه دي.

خو پاکستان دغه ادعاوې ناسمې بولي او وايي چې ځواکونو یوې د ګورسال په نامه سیمه کې د یوې زړې پوستې بیاجوړول پیل کړي چې پرې له مخکې نه افغان چارواکي خبر وو.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې یوه درې اړخیزه موافقه لاسلیک شوې چې له مخې باید دواړه هېوادونه په سرحدي سیمو کې د پوستو د جوړولو په اړه یو بل خبر کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعزاز احمد چوهدري بي بي سي ته وویل سره له دې چې نوې ودانې نه جوړوي بیا یې هم د ښه نیت له مخې له افغانستان سره معلومات شریک کړي وو.

د هغه په ژبه په ګورسال کې یې د زړې پوستې د بیا جوړولو په اړه هغه افغان پلاوې ته معلومات ورکړي وو چې د جنورۍ په میاشت کې یې مهمندو ایجنسۍ ته سفر کړی و.

پاکستاني ویاند زیاته کړه چې پر پوله د پوستې بیا جوړولو موخه د وسله والو مخه نیول او د نظم ټینګول ده.

هغه افغانستان ته هم وړاندیز وکړ چې دغه ډول ګامونه پورته کړي.

ښاغلي چوهدري وویل چې د پوستې په اړه د ښاغلي لودین څرګندونې د لاسلیک شوې موافقې پرضد دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پاکستان له خاورې پر کونړ د توغندیو د بریدونو په اړه هم د ښاغلي لودین خبره رد کړه.