د نورستان پولیسو کمښت پوره کولو سپارښتنه شوې

Image caption نورستان د افغانستان په ختيځ کې پروت ولايت دى چې له ګاونډي پاکستان سره ګډه پوله لري.

افغان ولسمشر حامد کرزي په وزيرانو شورا کې د دغه هېواد کورنيو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې د نورستان د پوليسو په جوړښت کې يې کوم کمښت راوستل غوښتل، هغه دې بېرته پوره کړي.

پنځه ورځې مخکې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت حکم کړى و چې د نورستان ٨٥٠ پوليس سرتېري بايد له دندې ګوښه شي.

په غبرګون کې د نورستان والي ويلي وو، که د پوليسو په شمېر کې دا کمښت راشي ښايي د ياد شوي ولايت يو شمير ولسوالۍ د مخالفو وسلوالو لاسونو ته ولوېږي.

د نورستان والي تميم نورستاني د کورنيو چارو وزارت د دې پرېکړې سره مخالفت ښوولې وو چې ٨٥٠ تنه پوليس سرتيري دې ددغه ولايت له پوليسي جوړښته وايستل شي.

نوموړي ويلي وو چې په دې اړه به له افغان ولسمشر او امنيت شورا سره خبرې کوي.

اوس د وزيرانو شورا د خبر پاڼې له مخه ولسمشر حامد کرزي کورنيو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې د پوليسو دغه کمښت بېرته پوره او پر ځاى کړي.

د نورستان والي ويلي وو که د کورنيو چارو وزارت پرېکړه پر ځاى شي، له ٣٥ تر ٥٠ سلنې پورې پوليس به پر خپلو دندو پاتې شي. نوموړي دا هم ويلي وو چې ښايي د پرېکړې تر عملي کېدو وروسته يو شمېر ولسوالۍ د وسله والو مخالفانو لاسونو ته ولوېږي.

ښاغلي نورستاني دا خبردارې هم ورکړى و که پوليس سرتېري د پرېکړې پر عملي کېدو باوري شي ښايي له خپلو وسلو سره يو ځاى د مخالفانو ليکو ته واوړي.

نورستان د افغانستان په ختيځ کې پروت ولايت دى چې له ګاونډي پاکستان سره ګډه پوله لري او تل ترې د حکومتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو د نښتو راپورنه راځي.

ورته مطالب