وسله وال طالبان وايي د ټولګټو پروژو مخه نه نیسو

Image caption د ډېرو لپاره د طالبانو دغه وروستۍ خبرې ډاډ ور کونکې دي.

دا د طالبانو په دريځ کې يو نوی بدلون ښکاري، چې وايي د هغو پروژو مخه به نه نيسي چې پوځي موخې و نه لري او بهرنيان مخامخ نه وي په کې ښکېل.

بي بي سي وروسته له هغې طالب وياند ذبيح الله مجاهد وپوښت چې په کونړ کې د نعمان په نوم يوه طالب قومندان ويلي وو، که داوبو او برېښنا د وزارت بلډوزرې په ماڼوګي ولسوالۍ کې د برېښنا کوټ جوړولو په نيت راشي دى به ورته ګلان وشيندي.

مجاهد وايي، نعمان نه پېژني او نه به هم د کابل د ادارې د چارواکو په ګلانو هر کلى وکړي، خو وايي نور د ټولکټو پروژو مخه نه نيسي، په دې شرط چې د سيمې د خلکو او د دوی د جنګياليو سره هوکړه وشي.

" د داسې مسايلو پر وړاندې لکه د بند او يا بل اړوند کار پر وړاندې داسلامي امارت دريځ دا دى چې که هغه پوځي اړخ و نه لري او سيمې ته بهرنیان تګ راتګ ونه لري او مجاهدينو اومسلمانانو ته زيان وانړوي، په دې کې موږ ستونزه نه لرو البته د سيمې د خلکو او مجاهدينو موافقه به اخلي. بل پلو د کابل ادارې چارواکو ته د ګلانو شيندلو موضوع، دا ناسمه خبره ده او د اسلامي امارت پاليسي نه ده او دغه خبرې زموږ استازیتوب نه شي کولى او نه دغه کس تر اوسه پېژندل شوى"

له ذبیح الله مجاهد نه دا هم وپوښتل شو، چې د عامه چارو پر وړاندې د خنډونو نه رامنځ ته کول یې په دريځ کې د بدلون په معانا ده او ولې یې دا کار پخوا نه کاوه.

مجاهد وايي د موسساتو په نوم د طالبانو کمېسیون دغه پرېکړه کړې چې له پوځې اهدافو پرته به د نور و عامه چارو مخه نه نيسي.

" اسلامې امارت پخپل چوکاټ کې د موسساتو په نوم يو کمېسیون لري هغوی په دې برخه کې تصمیمونه نيسي ،که چېرې دغسې ټولګټې پروژې چې سيمه یيز خلک او مجاهدين په کې موافق وي او پوځي اړخ و نه لري، نو په دې کې ستونزه نه شته، پخوا د دې لپاره داسې منظم چوکاټ نه وو او اوس ورته يو چوکاټ جوړ شوى دی.

د افغان چارواکو نظر

خو افغان حکومت وايي طالبانو لا د ټولګټو ځايونو د ويجاړولو او مخنيوي تګلاره نه ده بدله کړې.

دافغانستان د ملي امنيت اداره په هرات کې د څه باندې زرکلو ګرامه چاودېدونکو توکو د نيولو بېلګه وړاندې کوي او وايي چې دغه توکي د سلما بند د ويجاړولو په نيت دکوټې شورا په لار ښونه ور استول شوي.

د ملي امنيت اداره وايي ځينې کسان یې په دې تړاوو نيولي چې غوښتل یې د سلما بند والوځوي.

طالبانو د ملي امنيت دغه وينا هسې اوتې بوتې بللې او وايي چې دوې د ټولګټو بنسټونو د ويجاړولو نيت نه لري. د طالبانو يوه بل وياند قاري يوسف احمدي په يوه وينا پاڼه کې د ذبيح الله مجاهد د خبرې ملا تړلې او ليکلي ېې دې چې د سلما بند د ويجاړۍ په تور نيول شوي کسان د دوی ملګري نه دي.

داسې ښکاري چې د بهرنيانو د وتلو د نيټې په رانژدې کېدو د ټول ګټو پروژو د ترسره کېدو په برخه کې د طالبانو دريځ هم په بدلېدو دى.

تر دې وړاندې د ډېرو عامه ځايونو " سړکونو او بندونو پر جوړوونکو د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې بريدونه شوي او ګڼ کارکونکي ېې وژل شوي اويا هم يرغمل شوي."

د ډېرو لپاره د طالبانو دغه وروستۍ خبرې ډاډ ورکونکې دي خو وايي هله به یې زړه ته کوزې شي چې په ماڼوګي کې پر جوړيدونکي برېښنا بند بريد و نه شي.

د افغانستان حکومت ګاونډيو هېوادونو ته ګوته نيسي چې ګواکې په دغه هېواد کې د هغو چارو د مخنيوي هڅې کوي چې افغانستان په راتلونکي کې افغانستان له احتياجه خلاصولى شي.

ورته مطالب