د ملګرو ملتو امنیت شورا د فراه بریدونه وغندل

Image caption ولسمشر حامد کرزي په فراه کې د ځانمرگو له خوا د گڼې وژنې د پلټنې لپاره يو جگپوړى پلاوى گومارلى دى.

د ملگرو ملتو امنيت شورا په فراه ولايت کې د طالبانو ډله ييز ځانمرگي بريدونه وغندل چې تر ٥٠ ډېر کسان په کې ووژل شول. د شورا پنځلس واړو غړو په يوه غږ خپره کړې وينا کې ويلي د فراه بريدونه چې ډېرئ قربانيان يې ولسي وگړي وو، په بېسارو کلکو ټکو غندي.

دغه بريدونه د چارشنبې پر سهار د فراه پر محکمې، او نورو دولتي موسسو د نهو طالب ځانمرگو له خوا ترسره شول. طالبانو چې د بريد پړه يې بې له ځنډه ومنله، په يوه بله وينا کې بيا گواښ کړى چې د افغانستان پر عدلي نظام به دې ډول گوزارونو ته دوام ورکړي.

د طالب وياند قاري يوسف احمدي له نامه رسنيو ته په رسېدلي يوه برېښنا ليک کې ويل شوي چې د فراه بريد د افغانستان نورو قاضيانو او څارنوالانو ته د خطر يو زنگ دى. طالبان وايي چې دغه ډله ييز ځانمرگى بريد يې د خپلو بندي ملگرو د محاکمې د گډوډولو لپاره کړى دى.

د افغان چارواکو په وينا، طالبانو چې د ملي پوځ کالي او گاډي يې کارول، د محکمې له يوې خونې نه بلې ته ځغاستل او چې څوک په مخه ورته، ويشته يې.

د م م ټینګار

د ملگرو ملتو امنيت شورا ټينگار کړى چې د هغې په وينا، "هېڅ ترهگرعمل به په افغانستان کې د سولې، ولسواکۍ او ټيکاو مخه چې د افغان ولس، حکومت او نړيوالې ټولنې ملاتړ ورسره دى، ونشي نيولى".

ولسمشر حامد کرزي په فراه کې د ځانمرگو له خوا د گڼې وژنې د پلټنې لپاره يو جگپوړى پلاوى گومارلى دى.

د نړۍ په گوټ گوټ کې افغانانو هم د فراه پر پېښه خپل نظرونه د خواله رسنيو له لارې شريک کړي دي. په هغو پيغامونو کې چې پر فيس بوک تر ټولو ډېر شريک شوى، يو دادى: "فراه موږ له تاسره يو!"

ورته مطالب