غزني کې د ناټو هوايي بريد ۴ پوليس وژلي دي

محلي پوليس
Image caption محلي پوليس چې شمېر يې زرګونه کسانو ته رسېږي، مسلکي روزنه نه ده لېدلې

د افغانستان له سوېل نه راپورونه وايي، د ناټو په مشرۍ یوه هوايي برید کې څلور افغان پولیس وژل شوي دي.

په دغه پېښه کې چې د غزني د ده یک په ولسوالۍ کې شوې دوه ولسي وګړي هم ټپیان شوي دي.

په لومړنيو راپورونو کې د غزني ولایت د چارواکو له قوله ويل شوي چې پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ناټو په مشرۍ ځواکونو د تلاشۍ پر هغه پوسته برید وکړ، چې افغان ساتونکي په کې د یوه موټر په تلاشۍ بوخت وو.

خو اوس د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي بي بي سي ته وويل وژل شوي محلي پوليس دي، نه ملي پوليس.

ښاغلی احمدي وايي تېره شپه ناوخته (چارشنبه) پر دوی هغه مهال هوايي بريد وشو چې په سيمه کې د وسله والو پر ضد د ناټو د عملياتو ملاتړ ته ور روان وو.

دی وايي دغه څلور ځايي پوليس د ناټو هوايي ځواک له لوري په تېروتنه وژل شوي، ځکه په خبره يې دوی يونيفورم نه درلود او په شخصي جامو کې وو.

په کابل کې د ناټو ځواکونو یوه ویاند ويلي، دوی د دغه ادعا شوي برید په اړه خبر دي او په اړه یې پلټنې کوي.

د ناټو په بریدونو کې د افغانانو مرګ ژوبله د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو تر منځ د شخړو یوه سرچینه ده.

د افغانستان محلي پوليس چې د جوړېدو چارې يې شاوخوا دوه کاله وړاندې پیل شوې، ډېره روزنه نه ده لېدلې او تر ډېره د خپلو سيمو د امنيت په موخه روزل شوي دي.

ورته مطالب