افغان ښځې په سياست کې تر اوسنۍ زياته ونډه غواړي

Image caption په افغانستان کې ډيری ښځو د دوی قانوني حقونه نه ورکول کېږي

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب ټولنو د دغه هیواد په سیاسي ډګر کې د مېرمنو د ډېرې ونډې اخیستو لپاره حکومت ته طرحه وړاندې کړې ده.

د افغانو مېرمنو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډله وايي، په دغې طرحه کې راغلي، چې مېرمنې دې په ټاکنو کې ډېرې ونډې ته وهڅول شي.

دغه فعالان د افغانستان د ټاکنو په نوي قانون کې د دغو غوښتنو د ځای پر ځای کولو غوښتونکي دي.

خو د افغانستان د ټاکنو د نوي قانون طرحه اوسمهال په ملي شورا کې ده، او تر اوسه تصویب شوې نه ده.

د افغانو مېرمنو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډله، چې د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا په مرسته جوړه شوې، له شپږو میاشتو راهیسې په داسې یوې طرحې کار کوي، چې غواړي پر مټ یې په راتلونکو ټاکنو کې د مېرمنو ونډه پراخه کړي.

دوی غواړي چې د افغانستان د ټاکنو د قانون په نوې طرحه کې دې ځینې موارد زیات شي.

د بیلګې په ډول په یوه برخه کې وايي، د هغو لاسلیکونو شمیر، چې د ولسمشرۍ او یا هم د ملي شورا د نارینه کاندیدانو لپاره را ټولیږي باید د هغوی نیمايي د ښځینه کاندیدانو لپاره وټاکل شي.

د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې د ولسمشرۍ لپاره هر کاندید ۱۰۰۰۰ او د ملي شورا کاندیدان بیا د ۱۰۰۰ رایه ورکونکو لاسلیکونو ته اړتیا لري.

د مېرمنو د سیاسي حقونو د غوښتونکې ډلې یوه غړې نجیبه ایوبي:

"که ولایت یا ولسوالۍ په څو حوزو ووېشل شي، بیا دې نو د ولایت یا ولسوالی ټولو مېرمنو ته یوه حوزه ځانګړې شي. که د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو په لیست کې په کافي اندازه مېرمنې نه وي، د ښځو چارو وزارت او ولایتي ریاستونه يي د مدني بنسټونو او د بشري حقونو د کمیسیون په مشوره په هماغه ولایت کې د مېرمنو لېست جوړ کړي او د ټولو اړخونو په موافقې سره د ولایت کاندیدانې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته معرفی کړي."

د افغانستان د ټاکنو د قانون نوې طرحه د هېواد په ملي شورا کې ده او د کمیسیونونو په کچه بحث پرې کیږي او لا یې هم د قانون بڼه نه ده غوره کړې.

دوه ورځې مخکې هم د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ له ملي شورا غوښتي و، چې د ټاکنو د قانون نوې طرحه ژر تصویب کړي.

ورته مطالب