"طالبان په هېواد کې د تاوتریخوالي دوام ته کاریږي"

Image caption ولسمشر کرزي د فراه برید عام وژنه وګڼله

د افغانستان په لویدیځ ولایت فراه کې د وسله والو طالبانو له ځانمرګو بریدونو یوه ورځ وروسته ولسمشر حامد کرزي په یوه وینا کې دغه هڅه د بګرام له زندانه د زندانیانو د خوشي کولو له مخالفت سره په تړاو او په هېواد کې یې د تاوتریخوالي د تداوم په مانا وبلله.

د فراه په برید کې په لسګونو کسان ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر په کې ټپیان شو چې ولسمشر کرزي عام وژنه وګڼله.

ولسمشر کرزي وویل "د دې ضد اسلامي او ضد بشري عمل چې څومره غندنه وشي لږ ده، د دې دردناکې پېښې له امله د افغانستان ټول ولس غمجن دی، خو ورسره هوښیار او د هېواد د دښمن د سیسو ته بېدار هم دي."

افغان مشر وویل د فراه په مرکز کې د چارشنبې برید وروښودله چې طالبان د دوی په وینا د پردو په لاس په یوه سیاسي لوبه کې داسې ګیر شوي دي چې هر عمل یې د دوی خپل شعار نفي کوي.

خو ښاغلي کرزي پردي په ډاګه نه کړل چې څوک دي؟

نور افغان چارواکي تل د طالبانو ملاتړي په پاکستان کې ځانګړې کړۍ بولي.

ښاغلي کرزي ادعا وکړه "هر کله چې موږ په افغانستان کې د هېواد د ملي حاکمیت د خوندي کولو، د خلکو د بسیاینې او پر ځان اتکاء لپاره یو کامیابه ګام پورته کړو، طالبان یو داسې عمل کوي چې په هېوادکې تشدد او تشنج ته لا زیاته زمینه برابره کړي او په هېواد کې روانه شخړه دوام ومومي".

افغان ولسمشر د فراه برید د بګرام له زندان څخه د زندانیانو له خلاصون سره وتاړه.

ولسمشر کرزي زیاته کړه "په دې ورځو کې موږ په هېواد کې د ملي حاکمیت او سولې د لازیات ټینګښت لپاره یو بل بریالی ګام پرمخ واخیست، د بګرام زندان د افغانستان حکومت ته انتقال شو، له بګرام او نورو زندانونو څخه ډېر بې ګناه طالبان او د طالبانو په نامه نیول شوي بندیان خوشې شول. د دې انساني عمل په وړاندې طالبانو د دې لپاره د فراه غمیزه وزیږوله چې له زندانونو د طالبانو د خلاصون په وړاندې زموږ خلک بدبینه کړي"

افغان ولسمشر د طالب او د طالب په نامه د خلکو نیول او زنداني کول په خپله د تشنج او تشدد یو عامل وګاڼه او ویې ویل زیار باسي چې د طالبانو په نامه بې ګناه بندیان آزاد کړي.

خو ښآغلي کرزي ادعا وکړه چې بالمقابل طالبان د دوی په وینا د پردو په اشاره او د هغوی د اهدافو لپاره داسې استعمالېږي چې د طالبانو په نامه د نیول شوو بې ګناه خلکو د آزادۍ او د خلکو د عزت د خوندي تابه په مقابل کې په ولس وژنه لاس پورې کوي او د پردو د اهدافو د تامین لپاره په هېواد کې د سولې د تامین مخنیوي کوي.

افغان مشر د دې هر څه دلیل دا ګڼلی چې ګواکې د پردو جنګ او ترور په افغانستان کې ادامه پیدا کړي.

ولسمشر کرزي د فراه ولایت د پېښې د څیړلو لپاره د کابینې د وزیرانو په ګډون یو لوړ پوړی دولتي پلاوی فراه ته استولی دی چې د چارواکو په وینا د پېښې هر اړخیزه څېړنه وکړي او د پېښې له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره مرستې وکړي.

ورته مطالب