مارټن ډیمپسي افغانستان ته رسېدلی

مارټن ډیمپسي
Image caption مارټن ډیمپسي به سږ او راتلونکي کال کې د پوځيانو پر وتنې وغږېږي.

د امریکا یو جګپوړی پوځي مشر په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته رسېدلی دی.

د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې مشر جنرال مارټن ډیمپسي د شنبې په ورځ (اپریل شپږمه) د شپې مهال ناوخته د بګرام امریکايي پوځي اډې ته رسېدلی دی.

په پام کې ده، چې نوموړی به افغانستان کې د امریکايي قومندان جنرال جوزف ډنفورډ په ګډون د ایتلافي ځواکونو له ځینو قومندانانو سره وغږېږي.

جنرال ډیمپسي بګرام هوايي اډې ته په رسېدو سره سم ویلي، چې د سفر موخه یې دا ده، چې د ۲۰۱۴ کال تر دسمبر میاشتې وروسته، په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي او نورو ناټو پوځيانو د شمېر مالومولو پر موضوع وغږېږي.

په ۲۰۱۴ کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو جګړه ییز عملیات پای ته رسېږي.

اټکل دی، چې تر ټاکل شوې نېټې وروسته به افغانستان کې د ۹۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ ترمنځ پوځيان پاتې شي.

د بارک اوباما ادارې تر اوسه په رسمي توګه د پاتې کېدونکو پوځيانو شمېر لا نه دی اعلان کړی.

د تېرې جمعې پر ورځ، مخکې له دې چې جنرال ډیمپسي افغانستان ته سفر وکړي، نوموړي په جرمني کې ویلي وو چې سږ اوړی به د هغو افغان پوځيانو شمېر او وړتیاوې وارزول شي، چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د هغوی ځای ناستي کېږي.

په افغانستان کې دا مهال نژدې ۶۶ زره امریکايي پوځيان مېشت دي.

ورته مطالب