د ولسي جرګې له استیضاحه ۱۱ وزیران سپین وختل

Image caption په ولسي جرگه کې گڼ استازي وايي چې د يوولسو وزيرانو استيضاح هم د دوى لپاره د وخت ضايعه وه او هم د استيضاح شويو وزيرانو لپاره.

له تېرو دريو مياشتو درز او غرپ وروسته گرد يوولس استيضاح شوي وزيران له ولسي جرگې نه سپين راووتل او خپلې چارې د تير په څير پر مخ بيايي.

د اقتصاد او اوبو او برېښنا وزيرانو ورکړل شوي ځوابونه وکيلانو ته د منلو وړ وگرځېدل، د اطلاعاتو کلتور او کانونو د وزيرانو لپاره تر راى کارونې وروسته گڼو استازو د تائيد رايې وکارولې او د پاتې څلورو نورو لپاره چې په ١٣٩٠ کال کې پر دغو څوکيو يې کار نه و کړى له استيضاح نه تېر شول.

د ملي شورا د ژمنيو تعطيلاتو وړاندې گڼو ولسي استازو د دغو وزيرانو نه د واک اخيستو لپاره غاښ چيچنه کوله، چې تر ډيره پخپلو کې هم د همدغو وزريانو د استيضاح پر سر سره ناسازه شول.

تربګني

ځينو استازو له پيله داسې اټکل کاوه چې د دغو وزيرانو استيضاح هغه هم په ډله ييزه توگه د افغان حکومت سره د تربگنۍ نښه ده او د وخت له تېرولو پرته بله گټه نه شي رسولاى، خو د بلې غاړې ټينگار دا و چې دغو وزيرانو خپله پرمختيايي بودیجه سمه نه ده لگولې او دوى بايد د خپل هغه واک نه گټه پورته کړي چې اساسي قانون ورته ورکړى دى.

تېره اونۍ د اوو تنو وزيرانو لپاره استيضاحيه غونډه جوړه شوه چې پنځه يې په هماغه لومړى ورځ بري شول، او د دوو تنو لپاره يې نن د واکونو د اخيستلو يا بېرته ورکولو لپاره صندوقونه کېښودل شوه چې په پايله کې د کانونو او اطلاعاتو او کلتور دواړو وزيرانو د قناعت وړ رايې خپلې کړې.

دا رنگه د دفاع، کورنيو چارو ، لوړو زده کړو او ښاري پراختيا د وزيرانو لپاره کله چې په غونډه کې د هغوى د استيضاح کولو په اړه غږ پورته شو، نو پرته له څلورو تنو استازو نورو په يوه خوله نارې وهلې چې هغوى د دغو وزيرانو له استيضاح نه تېر دي.

په ولسي جرگه کې گڼ استازي وايي چې د يوولسو وزيرانو استيضاح هم د دوى لپاره د وخت ضايعه وه او هم د استيضاح شويو وزيرانو لپاره، هغوى په دې باور دي چې په همدومره موده کې هغوى کولاى شوه چې گڼ نا تصويب شوي قوانين او فرمانونه تصويب کړي او د خپلو مروکلينو ستونزو ته ورسيږي.

خو دغه ډله استازي وايي چې په دې توگه څو تنو استازو پرته له دې چې له حکومت سره خپله تربگني وپالي نور يې څه تر لاسه نه کړل.

که يو شمېر ولسي استازي د دغو وزيرانو استيضاح د وخت ضايعه بولي، بله غاړه گڼ ولسي خلک هم په دې باور دي چې د هغوى استازو د دې پر ځاى چې د هغوى ستونزې هوارې کړي، هغوى ته نورې ستونزې هم زيږوي.

هغوى وايي کله چې په ډله ييزه توگه د يوولسو وزيرانو له استيضاح نه خبر شوه، دوى سره اندېښنې نورې هم زياتې شوې، او داسې يې گڼله چې ښايي په دې توگه شته څپ څپانده نظام نور هم ټکنى شي او ورسره، ورسره نسبي سوله او ټيکاو هم زيانمن شي.

ورته مطالب