ولسمشر کرزي د ۱۱ ماشومانو وژل کېدل غندلي

Image caption حامد کرزي د ولسي وګړو هر راز په نښه کول غندلي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په کونړ کې د ناټو ځواکونو بمبارۍ کې د ۱۱ ماشومانو وژل کېدل په سختو ټکو غندلي او په دې اړه یې د چټکې پلټنې امر کړی دی.

د ولسمشرۍ له دفتره خپره شوې ویناپاڼه وايي "ولسمشر حامد کرزي په سختو ټکو په کونړ ولایت کې د ایساف ځواکونو په بمبار کې د ۱۱ ماشومانو وژل کېدل په سختو ټکو غندلي دي".

ویناپاڼه زیاتوي "ولسمشر په هر ډول د ولسي وګړو په نښه کول غندي".

حامد کرزي د کونړ د پېښې په اړه د پلټنې حکم کړی دی.

که څه هم د کونړ د پېښې په اړه تېره ورځ ضد او نقیض رپوټونه ورکړل شوي، خو د کرزي دفتر ویلي، چې ۱۱ کسان په دې پېښه کې وژل شوي، چې ټول ماشومان دي او شپږ ښځې په کې ټپیان شوې.

د افغانستان ختيځ ولایت کونړ سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په شیګل ولسوالۍ کې د افغان او نړیوالو ځواکونو ګډو عملیاتو کې یوولس ماشومان وژل شوي او شپږ ښځې ټپیانې دي.

د سیمې اوسېدونکو د وژل شویو ماشومانو مړي د اعتراض په توګه مرکز کې خبریالانو ته ښودلي دي.

په دغو عملیاتو کې د طالبانو دوه مهم قومندانان هم له خپلو څلورو نورو ملګرو سره وژل شوي.

ویل کېږي، چې دغه عملیات د دوو سیمه ییزو طالب قومندانانو د له منځه وړلو لپاره شوي، خو د شیګل ولسوال عبدالظاهر صافی وايي، په عملیاتو کې یوولس ماشومان وژل شوي:

Image caption په عملیاتو کې د ماشومانو وژل کېدو د خلکو غوسه راپارولې ده، او د سیمې خلکو د ماشومانو مړي د ولسوالۍ مرکز ته راوړي او خبریالانو ته یې ښودلي دي.

"پر یوه کور عملیات شوي، چې ټول اوسېدونکي یې وژل شوي دي. د یوولسو ماشومانو مړي یې دلته راوړي دي. په دغو عملیاتو کې نژدې پنځه- شپږ کسان ټپیان شوي. په عملیاتو کې پنځه نور وژل شوي کسان مخالفان دي. پر دغه کور وروسته تر هغو برید وشو، چې د قاري حنیف په نامه یوه کس مورچل پکې جوړ کړی و. د ډېر عمر وژل شوي کسان مخالفان دي ".

په عملیاتو کې د ماشومانو وژل کېدو د خلکو غوسه راپارولې ده، او د سیمې خلکو د ماشومانو مړي د ولسوالۍ مرکز ته راوړي او خبریالانو ته یې ښودلي دي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو ویلي، چې د نښتې او عملیاتو پرمهال بمبار هم شوی، چې په وینا یې ځینې اورپکي پکې وژل شوي او ځینې ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

په کابل کې د ایساف یوه ویاند ډين آینرت بي بي سي ته وویل:

ایساف

"په نښته کې یو غیر پوځي امریکايي کارکوونکی وژل شوی، خو ایساف ځواکونه په سیمه کې په جګړه کې ښکېل نه وو. ایساف یوازې هوايي مرسته کړې. زموږ د مالوماتو له مخې په پېښه کې یو شمېر وسله وال وژل شوي دي. هوايي مرستې غوښتنه ایتلاف ځواکونو کړې وه، نه افغان سرتېرو. موږ ته داسې رپوټونه هم رسېدلي، چې ولسي وکړي په دغه برید کې ټپیان شوې او اوس تازه په دغه پیښه کې د ملکي وګړو د وژنې ادعا هم کیږي. یقیناً چې ایساف د ولسي وګړو مرګ ژوبله جدي ګڼي او اوس د همدغې پېښې په اړه پر نورو جزییاتو بوخت یو".

بل خوا، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دې عملیاتو کې د شیګل ولسوالۍ په سنو غرنۍ سیمه کې دوه مهم طالب قومندانان، چې یو یې علي خان او بل ګل روف نومېده، له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوي دي.

اعلامیه کاږي، چې د علي خان درې زامن هم وژل شوي.

خو د دغه وزارت اعلامیې دا لا نه ده روښانه کړې، چې د علي خان څو کلن زامن په دې عملیاتو کې وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دواړو قومندانانو د شیګل او کونړ نورو سیمو په ناامنیو کې لاس درلود.

داسې رپوټونه هم شته، چې ګني له ځینو کورونو پر امنیتي ځواکونو ډزې شوې، خو د سیمې یوه سپین روبي خبریالانو ته له کورونو د ډزو ادعا رد کړه، خو وايي چې شاید ډزې د غونډۍ له شاوخوا شوې وي.

ورته مطالب