افغانستان ښارونو ته ماستر پلان جوړ کړی

Image caption د ښار جوړولو وزیر وايي له دې وروسته به ښارونه د ماسټر پلان له مخې پراخېږي او د پانګه والو پانګه به بې ځایه نه لګېږي.

د افغانستان د ښار جوړولو وزارت چارواکي وايي د لومړي ځل لپاره یې د کابل په ګډون د ټولو ښارونو لپاره ماسټر پلان جوړ کړی دی.

په داسې حال کې چې د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې د مېنو جوړولو او د ښاري پراختیا چارې په ناقانونه توګه دوام لري، د ښار جوړولو وزارت چارواکي وايي د دغه هېواد د ټولو ښارونو لپاره د ماسټر پلان چارې بشپړې شوي دي.

د ښار جوړولو وزیر حسن عبد اللهي بي بي سي ته وویل په تېرو لسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ټولو ښارونو لپاره جلا جلا ماسټر پلان جوړېږي.

ښاغلي عبد اللهي زیاته کړه چې د کابل په ګډون د ولایتونو او لویو ولسوالیو د مرکزونو، بندري ښارونو او د ټولو هغو ښارونو لپاره چې د وګړو کالنۍ وده یې له څلور سلنې لوړه وي جلا جلا ماسټر پلان جوړ شوی دی.

د ښار جوړولو وزیر وویل د هر ښار لپاره د ماسټر پلان جوړولو میلیونونه ډالرو ته اړتیا لرله خو د ده په وینا دا کار یې له مالي لګښت پرته او د دې وزارت د کارکوونکو په هڅه تر سره کړی دی:

"موږ ډېرو پیسو ته اړتیا لرله چې له بده مرغه موږ ته چار را نه کړلې، موږ د ښار جوړولو وزارت له انجینیرانو وغوښتل چې في سبیل الله، د خلکو، حکومت او هېواد لپاره کار وکړي. هر مشر انجینیر د لس، ۲۰ همکارانو په ملتیا د یو ښار مسؤولیت په غاړه واخیست او کار یې وکړ."

د ښار جوړولو وزیر وايي له دې وروسته به ښارونه د ماسټر پلان له مخې پراخېږي او د پانګه والو پانګه به بې ځایه نه لګېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د دې ماسټر پلانونو پلي کول به د ښاروالیو له خوا څارل کېږي او د خپل سرو ودانیو د جوړولو مخه به هم ونیول شي.

د ښار جوړولو وزارت چارواکي په داسې حال کې د افغانستان د ټولو ښارونو لپاره د ماسټر پلان د جوړولو خبره کوي چې د ښاروالیو مسؤولین وايي په تېرو لسو کلونو کې یو زیات شمېر لوړ پوړیزې ودانۍ او مېنې په ناقانونه او غیر معیاري توګه جوړې شوې دي.

د دغو مېنو یو شمېر یې په غصب شویو ځمکو کې د زورواکو له خوا جوړ شوي، چې ویل کېږي د نویو ماسټر پلانونو د پلي کولو په وړاندې به لوی خنډ وي.

ورته مطالب