کابل په ایران کې د وژل شويو افغانانو مړي غواړي

Image caption ایران په نړۍ کې د ترافیکي پېښو له پلوه تر ټولو خطرناک هېواد بلل شوی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي په تهران کې د دوی د سفارت چارواکي له ايراني لوري سره په خبرو بوخت دي چې د یوې ترافیکي پېښې له امله د وژل شويو ۱۵ افغانانو مړي ترلاسه کړي.

په هغې ترافيکي پېښه کې چې د ايران د زاهدان او کرمان ترمنځ سيمه کې د جمعې په ورځ ( د اپریل پنځمه) وشوه ۱۵ تنه افغانان او درې ايرانيان ووژل شول .

ایراني چارواکو ويل چې یوه تېل وړونکې لارۍ چې د دوی په وینا يې تېل قاچاقول له داسې موټر سره ولګېده چې ناقانونه افغانان یې لېږدول.

د یکشنبې په ورځ ( د اپریل اوومه) کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي یوه خبري کانفرانس ته د خبرو پر وخت وژل شوي افغانان کډوال وبلل.

ایراني چارواکو وژل شوي ۱۵ افغانان د دوی خاورې ته په ناقانون ډول ننوتي بللي وو.

دا نه دې ويل شوي چې دغه افغانان د افغانستان د کومې سيمې اوسېدونکي دي.

په ایران کې شاوخوا یو میلیون افغانان د کډوالۍ ژوند کوي.

ایراني چارواکي وايي خورا ډېر افغانان په ناقانونه ډول د کار لپاره ورځي چې که د دوی لاس ته ورشي قانوني چال چلند به ورسره وکړي.

ایران په نړۍ کې د ترافیکي پېښو له پلوه تر ټولو خطرناک هېواد بلل شوی دی.

شمېرې ښيي چې په ایران کې د کال تر ۴۰۰ زرو ډېرې ترافیکي پېښې کېږي او شاوخوا ۲۰ زره کسان په کې مري.

په ایران کې د موټر ځغلولو ډېر سرعت، د ګاډو ناخوندي توب او ترافیکي پېښو ته نه درناوی د ډېرو پېښو او وژنو دلایل بلل کېږي.

ورته مطالب