" د افغانستان او ترکمنستان اړیکې پراختیا مومي"

Image caption ترکمنستان له افغانستان سره په خپلو اړیکو کې متعادل دریځ او په اقتصادي لحاظ ګټورې اړیکې لري. میر محمد یعقوب مشعوف

د افغانستان د هرات او د ترکمنستان د مرو ولایتونو ترمنځ اقتصادي او کولتوری اړیکې د پراختیا په حال کې دي. د هرات سیمه ییزو چارواکو هرات ته د ترکمنستان د مرو د والی سفر مهم ګڼلی.

چارواکي وایي ترکمنستان ژمنه کړې چې هرات او ځینو نورو ولایتونو ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا کیفیت یا څرنګوالی به ښه کړي او بل لور ته به د هرات په ځینو سرحدي ولسوالیو کې یوشمېر کلینکونه هم جوړ کړي.

هرات ته د ترکمنستان د مرو د والي او ۱۴ نورو ترکمن چارواکو د وروستی سفر په ترسره کېدو سره اوس د دواړو هېوادو او په ځانګړې توګه د ګاونډیو ولایتونو هرات او مرو د اړیکو د پراختیا په اړه خوشبینی زیاته شوې.

سیمه ییز چارواکي وایي ترکمنستان ژمنه کړې چې د روان کال ترپایه افغانستان ته د ورکړل شوې برېښنا کیفیت پورته او د هرات په ځینو سرحدی ولسوالیو کی یوشمېر کلینکونه هم جوړ کړي.

د ترکمنستان دا ژمنې، چې په تېرو ۱۱ کلونو کې یې د افغانستان د سیاسی بدلونونو په تړوا چندان مهم رول نه دی درلودلی یوه لاس ته راوړنه ګڼل کېږي.

د هرات د والي ویاند محی الدین نوری وایی :

" دا وروستی سفر چی هرات ولایت ته وشو، دایې څرګنده کړه چی ترکمن لوری غواړي خپلو اړیکو ته پراخوالی ورکړي. دوی اوس دې ته چمتو دي چې زموږ په ځینو ولسوالیو کې کلینیکونه جوړ کړي، زموږ یو شمېر خبریالان خپل هېواد ته وروبولي، له فرهنګیانو سره وګوري او د دې ترڅنګ اقتصادي بازارته وده ورکړي. دا ښیي چی ترکمنستان اوس د پخوا په پرتله هرات ته زیات پام کوي."

هرات ته د ترکمن پلاوي د سفر په ترڅ کی په ځینو نورو کلتوري او اقتصادي برخو کې هم خبرې شوې.

د ویزې ستونزې

د ترکمنستان ویزې ته لاس رسی تل د افغان سوداګرو او عادی خلکو لپاره یو ستونزمن کار دی. د هرات د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشر سعد خطیبي په دې اړه هم د پرمختګ هیله څرګندوی:

" زه فکر کوم د ترکمنستان هېواد د نړۍ د ډېرو هېوادو اتباعو ته د ویزې صادرولو په برخه کې محدودیتونه لري. موږ له دوی غوښتي ، چی دا محدودیتونه لېرې کړي. په هرات کی د ترکمنستان د قونسولګرۍ مشر ویلي چی دا موضوع به د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت سره شریکه کړي. افغان سوداګر ډېره لیوالتیا لري، چې ترکمنستان ته د دواړو هېواد ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره سفر وکړي."

په سیمه کی د اقتصادي او سیاسی چارو کارپوه میر محمد یعقوب مشعوف په دې باور دی چی ترکمنستان تراوسه د خپل بهرني سیاست په تنظیمولو کې د روسیې تر اغېز لاندې دی، خو په وینایي د دې ټولو سره سره دغه هېواد له افغانستان سره په خپلو اړیکو کې متعادل دریځ او په اقتصادي لحاظ ګټورې اړیکې لري:

" ځینو هېوادونو د بیلګې په توګه ترکمنستان دغه تعادل ساتلی. یعنی په سیاسي لحاظ د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې نه دي، خو په اقتصادي لحاظ ترکمنستان توانیدلی چې یو رول ولوبوی. موږ له ترکمنستانه د ځینو ولایتونو لپاره برېښنا اخلو. خلاصه دا چی موږ له ترکمنستان سره ترډېره اقتصادي اړیکې لرو چې د دواړو هېوادو په ګټه دي."

افغان چارواکي وایي، اوس یوازې د افغانستان د هرات او د ترکمنستان د مرو ولایتونو ترمنځ اړیکې د پراختیا په حال کې نه دي، بلکې د دوی په وینا دواړه هېوادونه په لویه کچه د اقتصادي او کلتوري همکاریو د زیاتولو په لټه کې دي.

ورته مطالب