وردګو کې د ماین چاودنې ۹ مسافر ووژل

Image caption چاودنه د میدان وردګو سید اباد ولسوالۍ کې شوې ده.

د میدان وردګو د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، د دغه ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د مسافرو یو ګاډی د سړک پر غاړې خښ شوي ماین ختلی، چې ګڼو مسافرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ښاغلي خوګیاڼي وویل، پېښه نن سهار (دوشنبه/ اپریل اتمه) شاوخوا اته نیمې بجې د میدان وردګو ولایت سید اباد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

دی وايي، چې په پېښه کې نهه کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.

نوموړی وايي دغه مسافر وړونګی ملي بس ګاډی له غزني کابل ته روان و.

د والي ویاند زیاتوي، چې په وژل شویو کې یوه مېرمن او یو ماشوم هم شته.

دی وايي، چې په ټپیانو کې څلور ماشومان یوه مېرمن او پاتې نور لویان دي.

د میدان وردګو ولایت د پولیسو ویاند عبدالولي وايي، د پېښې یو شمېر ټپیان سیمه ییز روغتون ته وړل شوي او ځینې نور یې کابل ته لېږدول کېږي.

په غزني کې زموږ خبریال اسدالله جلالزی وايي، دا هغه ګاډی دی، چې د پاکستان له خوا د افغانستان ترانسپورت ته د مرستې په توګه ورکړل شوی.

دی وايي، چې دا ګاډی هره ورځ له غزني کابل- او له کابله غزني ته سفر کوي، چې معمولاً لږ کرایه اخلي او بې وسه کسان په کې تګ-راتګ کوي.

تر اوسه د چاودنې پړه چا نه ده منلې.

په تېره فبرورۍ کې غزني ولایت کې د ګاډي ټکر لږترلږه ۱۶ کسان وژلي وو او نهه نور یې ټپیان کړي وو.

ورته مطالب