افغانستان: د برېښنا لپاره ماسټر پلان جوړ شو

Image caption د برېښنا په برخه کې پر ځان بساینه هغه ارمان دی، چې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې افغانستان کې موجود دی.

د برېښنا په برخه کې پر ځان بساینه هغه ارمان دی، چې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې افغانستان کې موجود دی، خو دا هغه څه دي، چې د پوره کېدو لپاره یې یوازې د کاغذونو پر مخ یو څه کار شوی.

اوس د افغانستان حکومت وايي د راتلونکو ۲۰ کلونو لپاره یې افغانستان کې برېښنا ته یو بشپړ او هر اړخیز پلان جوړ کړی. دغه ماسټر پلان دوه پړاوونه لري، چې لومړی پړاو به یې تر ۲۰۲۳ پورې او دویم هغه به یې تر ۲۰۳۳ پورې وخت ونیسي.

دغه ماسټر پلان د ۱ اعشاریه پنځه میلیونه ډالرو په لګښت د اسیا د پراختیايي بانک له لوري د (فشنر) نومي جرمن شرکت په وسیله جوړ شوی. د اوبو او انرژۍ وزارت د کنفرانسونو تالار ته د بېلابېلو وزارتونو استازي د دې لپاره راغلي وو، چې د دې ماسټر پلان په لړ کې خپل نظرونه له پلان جوړوونکي شرکت سره شریک کړي.

ټاکل شوې، چې دغه پروګرام به د نورو مرکزونو له نظرونو شریکولو وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت ته وسپارل شي. د افغانستان د اوبو او برېښنا وزیر محمد اسماعیل خان وايي:

" موږ غواړ، چې له ‌طبیعي سرچینو څخه په ګټه اخیستنې سره په ځانګړې توګه له اوبو او حرارتي انرژۍ څخه، له ډبرو سکرو څخه له ګازو څخه او له نوې تکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستنې سره د ځان بساینې لور ته لاړ شو."

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي دا وروستیو کې نړیوال بانک کونړ کې د اوبو د لوی بند جوړولو ته لیوالتیا ښوولې. د اوبو او برېښنا وزیر زیاته کړه:

" هغوی ژمنه کړې، چې د کونړ د بند جوړولو کار پیل کړي، چې یوازې د شال په ځای کې کولای شي، ۷۸۷ میګاواټه برېښنا تولید کړي. که د کونړ د اوبو بند جوړ شي، نو موږ کولای شو د افغانستان ډېره برخه یې په وسیله رڼا کړو. د کونړ بند په جوړېدو یو میلیارد او ۱۲۰ میلیونه ډالره لګښت راځي، چې د جوړېدو چارې به یې له لسو تر دولسو کلونو وخت ونیسي."

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت ۱۳۵۹ کال د برېښنا لپاره خپل ماسټر پلان جوړ کړ او په ۱۳۸۳ کې یې بیا دغه پلان نوی کړ. د مسوولینو په وینا د نفوسو له ډېرېدو او د اقتصاد له ودې سره دریم ځلې اړتیا وه، چې دغه پلان نوی شي.

په داسې حال کې، چې د افغانستان د سیندونو ۷۰ سلنه اوبه د افغانستان له پولو بهر ته اوړي، ایله ۳۰ سلنه افغانان له برېښنا برخمن دي. په افغانستان کې د شته برېښنا تر ۶۰ سلنه ډېره برخه له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردیږي.

ورته مطالب