کونړ کې طالبانو ۱۳ افغان سرتېري وژلي

Image caption ناړۍ د کونړ یوه غرنۍ ولسوالي ده.

د افغانستان ختیځ کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې پوستې د وسله والو ډله ییز برید د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت منلې ده، چې په کونړ کې د طالبانو په یوه ډله ییز برید کې یې دیارلس سرتېري وژل شوي.

د ناړۍ ولسوالۍ یوه امنیتي چارواکي، چې د نامه له اخیستو یې ډډه کړې، بي بي سي ته وویل پوسته کې دیارلس د ملي اردو سرتېري وو، چې ټول وژل شوي او یا سوځېدلي دي.

سرچینه وايي، چې شاوخوا دوو سوو په وسلو سمبالو وسله والو پر دغې پوستې برید کړی، چې نژدې شل توغندي یې پر پوستې ویشتلي دي.

که څه هم تر اوسه امنیتي چارواکو په رسمي توګه ددغه برید د وژل شویو سرتېرو شمېره نه ده په ډاګه کړې، خو دغې امنیتي سرچینې ویلي، چې پخپلو سترګو یې د ۱۳ وژل شویو سرتېرو مړي لیدلي ديږ

د ناړۍ امنیه قومندان ویلي، چې پوستې ته نور پوځيان ور رسېدلي دي.

دغې لیرې پوستې ته، چې برید پرې شوی، د پښو نژدې درې ساعته مزل دی.

وړاندې امنیتي چارواکو ویلي وو، چې د برید په ترڅ کې نهه سرتېري تري تم شوي، خو بیا وروسته یې وویل، چې هغوی یې موندلي دي.

د کونړ د پولیسو قومندان عبدالحبیب سیدخیل بي بي سي ته وویل، پر پوستې د طالبانو برید ډېر وحشتناک و.

د کونړ امنیتي چارواکي ویلي، په متقابلو ډزو کې درې طالب وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

Image caption د ملي اردو په متقابلو ډزو درې برید کوونکي وژل شوي.

دوی وايي، چې په سیمه کې د القاعدې غړي او طالبان فعالیت لري او دا شان بریدونه کوي.

د ننني برید مسؤولین وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستی، خو په برید کې یې د ۱۵ پوځيانو د وژلو ادعا کړې ده.

طالبان وايي، چې اوولس میله وسلې یې هم نیولې دي، خو دغه څرګندونې کومې رسمي سرچینې نه دي تایید کړې.

کونړ د افغانستان په ختیځ کې یو له هغو ناامنه ولایتونو دی، چې تل ترې د ناامنیو رپوټونه ورکول کېږي.

دغه ولایت له پاکستان سره ګډه پوله لري، چې د ډېرو په وینا، د پولې له هاخوا اورپکي په اسانۍ په غرونو کې را اوړي او بریدونه کوي.

ورته مطالب