کابل: وروستیو رپورټونو فساد کې د بهرنیو لاس وښود

Image caption ښاغلي فيضي وویل د امریکايي جنرال الن له لوري ولسمشر کرزي ته د تېر میلادي کال په وروستیو کې لیک استول شوی و او په کې ویل شوي وو چې د ملي شورا یوه غړي د واشنګټن له لوري اخیستې پيسې تر وسله والو مخالفینو رسولي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، د لوېدیځو رسنیو له لوري په دې وروستیو کې خپاره شوي رپوټونه د دوی په وینا یو وار بیا دا خبره سپینوي چې په فساد کې د بهرنیو لاس او ونډه د پام وړ ده.

د ولسمشرۍ د ویاند دفتر بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، ولسمشر کرزي په تېرو کلونو کې په وار وار دا موضوع لوېدیځو مشرانو او رسنیو ته کړې ده، خو ډېرو داسې ګڼله چې ګواکي افغان لوری پړه په نورو اچوي.

د جمعې په ورځ (د اپریل ۱۲) د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي د بي بي سي ماښامنۍ خپرونې ته وویل چې د امریکا له لوري د دولت په ټولو دستګاوو کې، د کابینې د غړو خپلوانو او لوړ پوړو ملکي او پوځي چارواکو ته د ده

په وینا په نا شفاف ډول قراردادونه ورکول کېدل چې افغان مشرتابه پرې اعتراض لاره.

ښاغلي فيضي وویل د امریکايي جنرال الن له لوري ولسمشر کرزي ته د تېر میلادي کال په وروستیو کې لیک استول شوی و او په کې ویل شوي وو چې د ملي شورا یوه غړي د واشنګټن له لوري اخیستې پيسې تر وسله والو مخالفینو رسولي او دوی غواړي چې د دغه ولسي استازي پلټنه وکړي.

د ولسي جرګې د دغې غړي نوم نه دی افشا شوی.

د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امريکا ځانګړي څېړونکي دفتر په روانه مياشت کې خپور کړي رپوټ کې یو شمېر وړاندیزونه کړي چې د بیا رغاونې په قراردادونو کې څرنګه داسې لارو چارو ته پام وشي چې تر مخه يې د دوی په وینا پیسې د ٬غلیم٬ لاس ته و نه لوېږي.

په رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه وايي چې له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۰۷ کال پورې په افغانستان کې د امریکا د دفاع وزارت بودجه یو په دوه ډېره شوه او د دغه ډېروالي علت دا و چې د لارو د خوندي کولو لپاره ځايي جنګسالارانو ته پيسې سپارل کېدې.

پر امریکايي چارواکو نیوکه دا شوې چې د هغو (( بډو)) پر ځای يې ولې پر افغان پوځ دغه پیسې نه لګولې چې د لارو امنیت یې ساتلی و.

ورته مطالب