د ټاکنو کمېسیون د قانون مسوده تصویب شوه

Image caption د افغانستان ولسې جرګې غوښتل چې د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې دوه بهرنیان غړیتوب ولري.

د افغانستان د ټاکنو د کمېسیون د تشکیل او صلاحیتونو د قانون مسوده تر ډېرځنډ وروسته د دغه هېواد د ملي شورا د ګډ کمېسیون له خوا تصویب شوه.

د دغه قانون مسوده لومړی د ولسي جرګې له خوا تصویب شوه او بیا مشرانو جرګې ته واستول شوه خو مشرانو جرګې یې د ځینو برخو سره هوکړه ونه کړه او له همدې امله د افغانستان د اساسي قانون له مخې دغه موضوع د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګډ کمېسیون ته وسپارل شوه.

د افغانستان ولسې جرګې غوښتل چې د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې دوه بهرنیان غړیتوب ولري او د دغه کمېسیون کمیشنران په انتخابي توګه وټاکل شي، خو مشرانو جرګې بیا د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې د دوو بهرنیانو غړیتوب رد کړی و او ویلي یې و چې د کمېسیون کمیشنران باید د ولسمشر له خوا وټاکل شي.

د مشرانو جرګې له لومړي مرستیال محمد علم ایزد یار نه مې وپوښتل چې په دې برخه کې د دواړو جرګو د ګډ کمېسیون پرېکړه څه وه؟

" د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې د دوو بهرنیانو غړیتوب رد شو، خو دا فیصله شوې چې د ټاکنو په وخت کې باید بهرني موقت څارونکي حضور ولري. د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون لپاره د کمېشنرانو د ټاکنې کمېټه انتخابي شوه، دوی باید له تجربه لرونکو او یا ښو کسانو او له مدني ټولنو او پوهنتونو نه د ټاکنو کمېسیون ته معرفي شي."

د ټاکنو د کمېسیون د تشکیل او صلاحیتونو د قانون مسوده به د ولسمشر تر توشیح او په رسمي جریده کې له خپرېدو وروسته د قانون بڼه خپله کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې د دوو بهرنیانو له غړیتوب سره د لومړي ځل لپاره ولسمشر کرزي مخالفت وکړ.

د ولسمشر پر دغې پرېکړې په وار وار د حکومت مخالفو سیاسي ډلو نیوکې وکړې او هغه یې په ټاکنو کې د لاسوهنې لپاره هڅه وبلله، خو ولسمشر بیا ویلي چې په دغه کمېسیون کې د دوو بهرنیانو غړیتوب د افغانستان د ملي حاکمیت پرخلاف دی.

د یادولو ده چې دوه ځلې د ولسمشرۍ او دوه ځلې د ولسي جرګې لپاره ټاکنې د ولسمشر د تقنیني فرمان له مخې ترسره شوې او د ټاکنو پر قانون اوس هم په ملي شورا کې کار روان دی.

که دغه قانون هم د ټاکنو د کمېسیون د تشکیل او صلاحیتونو د قانون په شان تصویب شي نو افغانستان به د لومړي ځل لپاره د ټاکنو د قانون پر اساس ټاکنې ترسره کړي.

ورته مطالب