له جوزجان نه سویډني ځواکونه ووتل

Image caption په دغه ولایت کې د سویډن شاوخوا ۲۰۰ سرتېري دېره وو.

د افغانستان په شمال کې د جوزجان ځايي چارواکي وايي سویډني ځواکونه له دغه ولايته په بشپړ ډول وتلي دي.

د جوزجان والي بي بي سي ته وویل د دغو ځواکونو نه شتون به د جوزجان په امنیتي حالت ناوړه اغېز و نه کړي.

هغه وویل، د سویډني ځواکونو شتون په جوزجان کې تر ډېره سمبولیک وو او په دغه ولایت کې لا له وړاندې امنیتي چارې د افغان ځواکونو له خوا پر مخ وړل کېدې.

د سویډني ځواکونه وروستۍ ډله د افغانستان له شمالي ولایت جوزجان نه تېره ورځ ووتله.

د جوزجان والي عالم ساعي وايي، په دغه ولایت کې د سویډن شاوخوا ۲۰۰ سرتېري دېره وو.

هغه بي بي سي ته وویل دغو ځواکونو د ۳۵ میلیونو ډالر په ارزښت یوه پوځي اډه د افغانستان ملي پوځ ته سپارلې او نور ټول تجهیزات یې له ځانه سره وړي دي.

"د هغوی په وینا کومه پوځي آډه یې چې دلته جوړه کړې ۳۵ میلیونه ډالر پرې لګېدلي دي. موږ پوځي اډه له نژدې ولیده. دا یو ښه پوځي اډه ده خو کوم مواد چې هلته کارول شوي ښایې په لنډه موده کې له منځه ولاړ شي. ښایي له دریو یا څلورو کلونو وروسته د کارونې وړ نه وي. هغوی ډېری له خیمو کار اخیستی یعنې داسې ساختماني مواد په دې اډه کې هېڅ نه دي کارېدلي چې سل کاله یا له هغې زیات عمر ولري. خو بيا هم دغه اډه د زرو سرتېرو د اوسېدو ګنجایش لري."

ښاغلی ساعي وايي، د سویډني ځواکونو نه شتون به د جوزجان په امنیتي حالت منفي اغېز و نه کړي، ځکه چې د ده په خبره د دغو ځواکونو حضور په یاد ولایت کې تر ډېره سمبولیک و او د دغه ولایت امنیتي مسوولیت د افغان ځواکونو په غاړه وو.

نوموړي دغه راز وویل چې د سویډن پي ار ټي یا د ولایتي بيارغونې ټیم په دغه ولایت کې یوازې جنګي ماموریت پر مخ بېوه او د بيا جوړونې چارې د سویډن د کمېټې له خوا پر مخ وړل کېږي چې وروسته له دې به یې هم فعالیتونه دوام ولري.

دغه سرتېري د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ایساف په چوکاټ کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په دغه ولایت کې دېره وو.

د جوزجان په مرکز شبرغان کې د سویډني ځواکونو قومندان ډګرمن میکاییل یو شمېر رسنیو ته ویلي چې په دغه ولایت کې یې پوځي فعالیت پای ته رسېدلی خو هېواد به یې د افغانستان د پرمختیا لپاره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکوي.

ورته مطالب