م. م: هلمند کې د کوکنارو کچه درې برابره شوې

Image caption د ملګرو ملتونو ارزونه ښيي چې دا مهال په هلمند کې ۷۵۰۰۰ هکتاره ځمکه پر کوکنارو پوښل شوې ده چې د ۲۰۰۶ کال پر تله درې برابره لوړوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد ادارې پخپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې له ۲۰۰۶ کال راپدېخوا، په هلمند کې د کوکنارو کرکېله درې برابره ډېره شوې ده.

راپور کاږي، چې کوکنار د هیرویینو لپاره خام مواد دي، چې تر ډېره په ناقانونه توګه د برتانیا په کوڅو کې د خرڅلاو لپاره له افغانستانه وړل کېږي.

ملګري ملتونه اندېښنه ښيي، چې د کوکنار کرکېله نه یوازې هلمند کې ډېره شوې ده، بلکې د هېواد په نورو برخو کې هم ددغې کرکېلې د ډېرېدو وېره ده.

هلمندی کروندګرو حمیدالله د ډېرو نورو کروندګرو په څېر د کرنې په برخه کې د برتانوي او امریکايي سلاکارانو په هڅونې د پومبې کرولو ته مخه کړې وه، خو د هغه د پومبې لپاره بازار نه و او بالاخره یې سږ کال یو وارې پر خپلو کروندو کې کوکنار وکرل.

حمیدالله وايي ''د پومبې بیه دومره ټېټه ده چې ان خپل د تولید قیمت هم پوره کولی نه شي''.

نوموړي خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ پيدا کولو لپاره په ټيټه بیه خپله پومبه وپلورله، خو هغه په دې پوهیږي چې کوکنار لس برابره ګټه لري.

په هلمند کې د پومبې د دوو سترو کروندو څخه یې یوه غیر فعاله شوه، د دغې نافعالې شوې کروندې زېرمه شوې پومبه هم ناخرڅه پاتې شوه.

د کرنې د برخې بهرني سلاکاران له ډېرو کلونو راهيسې هلمندي کروندګر د کوکنارو پر ځای د نورو توکیو کرولو ته هڅوي، خو د دوی دغې هڅې ناکامې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد څانګې د سږنۍ ارزونې له مخې، د کوکنارو د کرکېلې د زیاتوالي یو لامل له کروندګرو سره د کرنې په برخه کې د مرستو کموالی بلل شوی دی.

د دغې څانګې راپور اوسنی حالت اندېښمنوونکی بللی او کوکناروکر ته د بزګرو پر بیا ورګرځېدو ناامني هم ګرمه بللې ده.

د نړۍ د اپیمو ناقانونه قاچاق تر ډېره له افغانستان څخه کېږي، د برتانیا پخواني لومړي وزیر په ۲۰۰۱ لومړي کال کې دغه ناقانونه قاچاق د جګړې لامل او د طالبانو د نظام یوه برخه یې یاده کړې وه.

نوموړي ویلي و چې د دغو قاچاقو د له منځه وړلو هلې ځلې کوي، برتانویانو په دغه برخه کې مخکښ رول پر خپله غاړه واخیست او په ۲۰۰۶ کال کې یې هلمند ته چې د کوکنارو د کرکېلي اصلي مرکز بلل کیږي، سرتېري واستول.

Image caption حمیدالله وايي ''د پومبې بیه دومره ټېټه ده چې ان خپل د تولید قیمت هم پوره کولی نه شي''.

د ملګرو ملتونو ارزونه ښيي چې دا مهال په هلمند کې ۷۵۰۰۰ هکتاره ځمکه پر کوکنارو پوښل شوې ده چې د ۲۰۰۶ کال پر تله درې برابره لوړوالی ښيي.

د هلمند نوي والي محمد نعیم بلوچ د کوکنارو د کښتونو د اړولو یو پروګرام پیل کړی دی، د دغه پروګرام له مخې به کمپاین کوونکي د پولیسو په مرسته لېرو پرتو سیمو ته ځي او د کوکنارو د کروندو د اړولو ترڅنګ هغه څاګانې او د اوبو زېرمې هم نړوي، چې د کوکنارو فصلونه خړوبوي.

خو زه چې کله د ۲۰۱۲ کال په ډسمبر میاشت کې هلمند ته تللی وم، په نادعلي ولسوالۍ کې د سیمې یو شمېر استازو د کوکنارو د کښتونو د اړولو ضد احتجاج کړی و، هغوی ویل چې نورو کروندو ته یې مارکیټ نشته او چې کوکنار فصلونه یې اړول کیږي، ښايي دغه کار د طالبانو لیکو ته د ډېرو کروندګرو د وراوښتو لامل شي.

ایران او پاکستان

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې د اپیمو د سږني تولید نژدې نیمایي برخه له هلمنده سرچینه اخلي، خو پر هلمند سربېره، په یو شمېر نورو ولایتونو لکه تخار او ننګرهار کې هم د کوکنارو کر زیات شوی دی.

Image caption فضل، چې درې ماشومان هم لريو وايي کابل کې په نشه توکو ډېر روږدی شو.

دغه تولید شوي اپيوم یوازې د قاچاق کوونکو له لارې پاکستان، ایران او نورو برخو ته ته نه لېږدول کېږي، بلکې کور د ننه هم ترې ډېر نشه یان ګټه اخلي، چې سلګونه زرو ته یې شمېره رسېږي، په نشو روږدي کسان د نورو ولایتونو ترڅنګ په کابل ښار کې هم په ښکاره خپلې نشې کوي، نشه یان د کابل د عید ګاه جومات ته څېرمه په یو شمېر نړیدلو کورونو سره راټولیږي.

د دغو نشه یانو له ډلې یو هم ۲۲ کلن حشمت دی، دی وايي لا ۱۲ کلن هلک و چې اپیمو څکولو ته یې مخه وکړه، د فضل په نامه د دریو ماشومانو یو پلار وايي دی کابل ته راغی چې له خپل دغه عمل نه لاس په سر شي، خو په خپله هڅه کې ناکامه شو.

ورته مطالب