د افغانستان پوهنې له وزارت سره مالي مرسته وشوه

Image caption د پوهنې وزیر فاروق وردګ په وینا د دې پروژې له مخې به دوه میلیونه افغانانو ته د زده کړې زمینه برابره شي.

د افغانستان پوهنې وزیر ډاکټر فاروق وردګ او په کابل کې د ډنمارک سفیر نیلزبویل ابراهمسن نن دوشنبه د اپریل ۱۵مه یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې ډنمارک د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کال لپاره د افغانستان د ښوونې او روزنې د ملاتړ له پروګرام سره ۳۹ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د افغانستان د پوهنې وزیر ښاغلي وردګ دغه مرسته د ماشومانو او زده کونکو لپاره د زده کړې د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې خورا مهمه وبلله.

د پوهنې وزارت وايي د روان کال لپاره ۱۸،۶ میلیون ډالره او د راتلونکي کال لپاره ۱۹،۴ میلیون ډالره ځانګړي شوی دي.

د دغې مرستې لویه برخه چې ۸۵ سلنه کېږي د افغانستان د پوهنې وزارت د بودیجې له لارې د ښوونې او روزنې په هغو مهمو برخو لګول کېږي چې پوهنې وزارت ته لومړیتوب لري.

پاتې ۱۵ سلنه به یې د افغان چارواکو په وينا په هلمند کې د ښوونې او روزنې د پراختیا او د کیفیت د لوړولو په پروژو لګول کېږي.

د پوهنې وزیر فاروق وردګ په وینا د دې پروژې له مخې به دوه میلیونه افغانانو ته د زده کړې زمینه برابره شي.

د پوهنې وزارت په وینا د دې پروژې له مخې به د ۹ میليونه ډالرو په ارزښت ۲۳ ميليونه کتابونه چاپ او د کتابونو د ساتني لپاره به په مختلفو ولايتونو کې ۲۹ ګدامونه جوړ شي.

د مرستې د لاسلیک په دې ناسته کې د افغانستن د پوهنې وزیر وويل چې د تخنيکي او مسلکي زدکړو لپاره به د ۶ ښوونځيو ودانۍ جوړې شي او د عمومي زده کړو لپاره د ۱۸ ښوونځیو د نویو ودانيو جوړول هم په همدې پروژه کې راځي، چې ټولې لازمې اسانتیاوې به ولري.

همدارنګه به په هلمند ولایت کې به د شپږ لیلیو لپاره وادانۍ جوړې شي او د ۶۲ نیمه تکمیل شویو ښوونځيو رغنیزې چارې به بشپړې شي.

په تيره لسیزه کې د نا امنیو له امله د هلمند ولایت ډیر د تعلیم په ډګر کې شاته پاتې شوی دی. د دغه ولایت لا هم یو شمیر ښوونځي تړلي دي.

خو څو ورځې وړاندې افغان چارواکي وویل د هلمند په مرکز او ځينو ولسواليو کې يې تړلي ۱۲ ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي.

په افغانستان کې د ډنمارک سفیر نیلزبویل ابراهمسن ژمنه وکړه، چې هېواد به یې د افغان ماشومانو لپاره د زده کړې د اسانتیاوو په برابرولو کې نورې مرستې هم وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ډنمارک هېواد له ژمنې سره سم په افغانستان کې د پوهنې وزارت له لومړیتوبونو سره د پوهنې د پراختیا او د معارف د کیفیت لوړولو لپار کار کوي.

ابراهمسن ډاډ ورکړ، چې هېواد به یې په راتلونکو پنځه کلونو کې له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي، چې ډېری برخه به یې د ښوونې او روزنې په برخه کې ولګوي.

د افغانستان د ښوونې او روزنې د ملاتړ له پروګرام سره نړیوال بانک او یو شمېر نور هېوادونه له مالي مرستې سربېره افغان زدکوونکو ته د بورسونو برابرولو مرستې هم کړي دي.

ورته مطالب