د زور زیاتي ضد قانون پلی کېدنه ارزول شوې

Image caption د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي د ښځو پر وړاندې د نه تاو تريخوالي د قانون پلي کول ددوى په کاري لومړيتوبونو کې راځي.

د ښځو سولې او امنيت بنسټ په څلورو ولايتونو هرات، بلخ،کابل او هلمند کې د ښځو پر وړاندې د نه تاوتريخوالي د قانون پلي کېدل ارزولي دي او خپلې موندنې يې په ليکلې بڼه په دري او انگليسي ژبو په ١٢ مخونو کې خپرې کړې دي.

راپور وايي په دغو ولايتونو کې يې له پوليسو او د هغوى له مشرانو پوښتلي دي چې ولې د ښځو پر وړاندې د نه تاوتريخوالي د قانون له منځپانگې او په دې برخه کې له اړين چلنده ناخبره دي.

د راپور په ټکو پولسيو په صادقانه ډول ويلي دي چې د دوى دنده د وسلوالو طالبانو پر وړاندې جنگيدل او د خپلو سيمو دفاع ده او د ياد شوي قانون پلي کول اوسمهال د دوى له لومړيتوبونو څخه نه دي.

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي چې د ښځو پر وړاندې د نه تاو تريخوالي د قانون پلي کول د دوى په کاري لومړيتوبونو کې راځي:

"د افغانستان کورنيو چارو وزارت د هېواد ټول نافذ قوانين او په ځانگړي ډول د ښځو پر وړاندې د نه تاوتريخوالي قانون جدي گڼلى او د خپلو لومړيتوبونو په سر کې يې ځاى ورکړى دى او په دې اړه يې د پوليسو د پوهاوي په برخه کې په بېلا بېلو پوړونو کې ځانگړي پروگرامونه پلي کړي دي."

راپور کې دا هم راغلي، چې ډېر شمېر پولیس خو ان د افغانستان له اساسي قانونه هم نه دي خبر، بله دا کوي چې د ولسواليو پوليس له ښځو سره د زور زیاتي قضيې په ځنډ سره د ولايتونو مرکزونو ته استوي او ډېر ځلې په دې برخه کې د تورنو کسانو په نيولو کې هم پاتې راځي.

د ښځو سولې او امنيت بنسټ وايي د ښځو پر وړاندې د نه تاوريخوالي قانون هله پلى کېدى شي چې په ټولو ٣٤ ولايتونو کې ورته ځانگړې او سمبال شوې څارنوالۍ جوړې شي. وار له مخه په ٨ ولايتونو کې دغه راز څارنوالۍ جوړې شوې خو راپور وايي چې جوړې شوې څارنوالۍ هومره سمبال نه دي چې قانون دې په ښه توگه پلي کړي.

د بدن غړي پرېکول، وژل، جنسي تېري او د زور ودونه د هغو تاوتريخوالو بېلگې بلل شوې دي چې په افغانستان کې له ښځو سره روان دي.

نا امني، د نا مسووله وسلوالو ډلو شتون او ناوړه دودونه هم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي له سترو لاملونو بلل شوي دي.

ورته مطالب