سور صلیب وايي ناامنۍ یې فعالیت ته نه پرېږدي

Image caption سور صلیب د جګړې له قربانیانو سره د مرستې کولو دنده لري.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه اندېښنه يي چې په هېواد کې د ناقانونه وسله والو ډلو ډېروالي خلکو ته د اساسي خدمتونو د رسولو په مخ کې لویه ستونزه رامنځ ته کړې ده.

دغه کمېټه چې په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو د مرستې په برخه کې کار کوي، د ۲۰۱۳ کال د لومړیو دریو میاشتو د رپوټ په خپرولو سره وايي، چې د ناامنیو ډېرېدل اړمنو کسانو ته د خدمتونو د رسولو مخه نیسي.

په کابل کې د دغې کمېټې مشر ګیراردو پونټر اندولفي وايي، هغه خلک چې د ښکېلو خواوو په جګړو کې بند پاتې دي، نه شي کولی چې اساسي خدمتونو ته لاسرسی ولري:

''موږ د دغه هېواد په ځینو برخو کې د وسله والو ډلو نوي جوړښتونه او ډېروالی وینو، چې خلکو ته د اساسي خدمتونو رسول له ستونزو سره مخامخ کوي.

له بده مرغه ولسي وګړي په جګړه کې بند پاتې دي. هغوی د لارې په اوږدو کې بند پاتې دي او نه شي کولای، چې خپل ځانونه روغتیايي مرکزونو ته ورسوي، چې دا د منلو وړ نه دی''.

جګړو ځپلې سیمې

د سره صلیب مشر ښاغلی اندولفي وویل، ډاډه نه دی، چې خپلې مرستې به جګړه ځپلو سیمو ته ورسولی شي:

''دا چې موږ به فعاله واوسو او که نه، په اړه يې نه پوهېږم. داسې نښې هم نه شته، چې له مخې يې موږ خپل کارونه محدود کړو. خو پسرلنۍ جګړې په شدت پیل شوې دي.

نو له همدې کبله موږ د خپلو فعالیتونو د ښه والي لپاره کومه نښه نه وينو، خو ننګونې پخپل ځای پاتې دي. ورځنۍ ننګونه دا ده، چې نه شو کولای په خوندي توګه تګ راتګ وکړو. د همدې لپاره مو خپل همکاران کابل ته رابللي دي او دلته مو بوخت ساتلي دا د خوندي فعالیت د تامینولو لپاره یوه هڅه ده. ځکه موږ د امنیتي پېښو زغم نه لرو''.

Image caption سور صلیب خپلې اندېښنې د ۲۰۱۳ کال د لومړيو دریو میاشتو د رپوټ د خپرېدو پرمهال څرګندې کړې.

ښاغلي اندولفي دا روښانه نه کړه، چې په کومو سیمو کې بریدونه ډېر شوي دي او له کومو سیمو يې خپل کار کوونکي ورغوښتي دي.

بندیان

بله خوا، د سره صلیب نړیوالې کمېټې د روان زیږدیز کال د لومړیو دریو میاشتو په رپوت کې راغلي، چې په ټول هېواد کې يې له یوزره او سلو زندانیانو سره لیدلي، چې په دې کې يې له ۲۶۰ تنو سره د لومړي ځل لپاره لیدنه کړې ده.

دغه نړیواله کمېټه وايي، د افغانستان ټولو زندانونو ته لاسرسی لري او کولی شي، چې له ټولو زندانیانو سره وګوري او پټې خبرې له چارواکو سره شریکې کړي.

خو آی سي آرسي د زندانونو د حالت په اړه ډېر معلومات وړاندې نه کړل.

ورته مطالب