تخار کې د ښوونځي نجونې 'مسمومې' شوې

Image caption تېر کال هم په دې ښوونځي کې ګڼې نجونې مسمومې شوې وې.

د افغانستان شمالي تخار ولایت تالقانو د نجونو د یوې لېسې یو شمېر زده کوونکې مسمومې شوې چې بیا وروسته روغتون ته وړل شوې دي.

د تخار د والي ویاند سید سلیمان مرادي وايي، د تالقانو د بي بي هاجره د نجونو د لېسې ۱۷ نجونې مسومې شوې دي:

''له بده مرغه دا کار یوځل بیا تکرار شو، موږ لېسې ته ورغلو، په ټولګي کې مو نجونې ولیدې، روغتیايي ډله خپله پلټنه کوي، چې بیا وروسته به په ډاګه شي''.

نوموړی وايي، چې په لومړي سر کې دوو نجونو بهر او نورو د ننه وویل، چې وضعیت یې خراب دی او ضعف ورباندې ورځي.

خو د لېسې مدیر عبدالحی وايي، چې اته نجونې یې کورونو ته استولې دي:

''دا پېښه هم د تېر کال د پېښې په څېر ده، مخکې له دې چې زده کوونکې لېسې ته راشي، ځینې زده کوونکې به کور کې د غازو له کبله کمزورې وې او دلته به یې ضعف کاوه''.

عبدالحی وايي، چې پر زده کوونکو بېلابېل حالتونه راځي، له سترګو یې اوښکې بهېږي، ځینې سختې چیغې وهي او ځینې نورې بیا بې هوښه کېږي.

وايي دغه لېسه په یوه کرايي ځای کې ده، چې څو ځلې یې له اړوندو چارواکو د ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو غوښتنه کړې ده.

د لېسې مدیر وايي، کله چې نجونو بې هوښه شوې نجونې ولیدې، هغوی هم ولوېدې او ضعف شوې.

Image caption ډاکټران وايي، چې زیاتره نجونې یې کورونو ته استولې دي.

د حفیظ الله ساپي په نامه یو ډاکټر وايي، چې تر اوسه د تخار ولایتي روغتون ته شپاړس نجونې راوړل شوې، چې مالومېږي، په دغو نجونو کې د تېر کال د همدا شان پېښې اثار پاتې دي.

نوموړی وايي، چې د دغو نجونو روغتیايي وضعیت اوس ښه دی.

یوې زده کوونکې په تخار کې د بي بي سي خبریال عبدالمبین غفوري ته وویل، دا هماغه نجونې دي، چې تېر کال په همدې ښوونځي کې مسمومې شوې وې.

د تېر کال د جواز پر درېیمه هم د تخار په یوه لېسه کې ځینې نجونې مسمومې شوې وې.

ورته مطالب