غزني کې ۱۳ پاڅون کوونکي وژل شوي

Image caption عیني شاهدان وايي، پاڅون کوونکي لومړی مسموم شوي او وروسته وژل شوي دي.

د افغانستان په غزني ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ۱۳ پاڅون کوونکي وژلي دي.

د چارواکو په وینا دغه پېښه تېره شپه ناوخته د اندړو ولسوالۍ په ګنډیېر سیمه کې رامنځ ته شوې.

د غزني والي ویندوی نبي جان بي بي سي ته وویل، چې د دوی له لومړنیو معلوماتو سره سم تېره شپه ناوخته نامعلومو کسانو د پاڅون کوونکو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی چې ۱۳ کسان په کې وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره داسې احتمال شته، چې وژل شوي کسان لومړی مسموم شوي او وروسته وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې سیمې ته یو پلاوی لېږل شوی، چې بشپړ معلومات تر لاسه شي. د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي بي بي سي ته وویل، چې برید کوونکو یو ګاډی او هلته شته وسله هم له ځان سره وړي.

بل لور ته عیني شاهدان وايي، پاڅون کوونکي لومړی مسموم شوي او وروسته وژل شوي دي.

پاڅون کوونکي هغه ډله ده چې لومړی ځل یې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد وسله وال پاڅون وکړ او دغه لړۍ بیا د افغانستان نورو ولایتونو ته هم وغځېده.

خو وسله والو طالبانو رسنیو ته ویلي چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې یې ۱۵ تنه سیمه ییز پولیس وژلي دي.

ورته مطالب