"افغانستان کې به پر مرستندوی کارکوونکو بریدونه ډېر شي"

د نادولتي موسسو د خوندیتوب ادارې په خپل یوه نوي خپاره شوي رپوت کې اندېښنه څرګنده کړې، چې شونې ده، په روان زېږدیز کال کې به د مرستندویه ټولنو پر کارکوونکو بریدونه ډېر شي.

د آنسو په نوم بنسټ د مرستندویه ټولنو پر کارکوونکو د خوندیتوب په برخه کې کار کوي.

د دغه بنسټ په رپوټ کې راغلي، چې په نړۍ کې، افغانستان د مرستندویه ټولنو لپاره تر ټولو خطرناکه هېواد بلل شوی دی.

د دغه رپوټ موندنې ښيي، چې په روان زېږدیز کال د لومړیو دریو میاشتو کې د نادولتي موسسو پر وړاندې د تاوتریخوالي نژدې څلوېښت پېښې ثبت شوي دي.

د نادولتي موسسو د خوندیتوب ادارې په افغانستان کې د هلال احمر د دوو کارکوونکو له وژل کېدو څو ورځې وروسته اندېښنه وښووله، چې شونې ده، په روان زېږدیز کال کې د مرستندویه ټولنو پر کارکوونکو بریدونه ډېر شي.

د آنسو په نوم بنسټ په خپل نوي خپاره شوي رپوټ کې ویلي، چې د مرستندویه ټولنو پرکارکوونکو د بریدونو د ډېرېدو شونتیا، افغانستان د دغو مرستندویه ټولنو لپاره پر یوه خطرناکه ځای بدل کړی دی.

دغه بنسټ وايي، تمه کېږي، چې په ۲۰۱۳ کال کې د مرستندویه ټولنو پر کارکونکو بریدونه تر هغې کچې ډېر شي، چې په ۲۰۱۱ کال کې دغه ټولنې ور سره مخامخ شوې وې.

د نادولتي بنسټونو د خونديتوب د ادارې د رپوټ له مخې دروان زېږدیز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د مرستندویه ټولنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۹ پېښې ثبت شوي دي، چې د تېر کال په پرتله ۶۳ سلنه ډېروالی ښيي، چې په وینا يې د ملګرو ملتونو کارکوونکي په دې کې شامل نه دي.

له دې ټولګې ۲۰ پېښې د دولت مخالفو وسله والو ډلو، ۱۱ د دولت د موافقو ځواکونو او اته پېښې هم د مجرمینو لخوا ترسره شوي دي.

د سره صلیب نړېوالې کمېټې، چې په افغانستان کې یوه له مرستندویه ټولنو څخه ده، تېره ورځ په روان کال کې د تاوتریخوالو د ډېروالي او د خپلو کارونو د محدودولو د شونتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

په کابل کې د سره صلیب مشر ګیراردو پونټر اندولفي وايي، شونې ده، چې د تاوتریخوالي ډېروالی د دوی د کارونو په مخ کې ستونزې پیدا کړي.

له دې سره د نادولتي موسسو د خوندیتوب ادارې مشر توماس موزیک د ملګرو ملتونو سازمان IRIN آژنس ته ویلي، چې د مرستندویه ټولنو پر کارکوونکو د بریدونو ډېروالی، په ټول افغانستان کې د بریدونو د ډېروالي په مانا دی.

نوموړي وویل، تېر کال د دولت د مخالفو وسله والو ډلو فعالیتونه په بېلا بېلو سیمو کې د ژمي له کبله لږ و او دا ډول بریدونه له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره برابرېږي.

افغان دولت تر اوسه د نادولتي موسسو د خوندیتوب د ادارې د اندېښنې په اړه څه نه دي ویلي.

ورته مطالب