د ننګرهار مظاهرې د والي بدلول غواړي

Image caption په جلال اباد ښار او له ښاره بېرون بېلابېلو سيمو ته د تلونکو راتلونکو پر وړاندې هم دې لاريونونو ګڼې ستونزې پېدا کړې وې.

د ننګرهار زرګونه اوسېدونکي، ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ننګرهار د والي ګل اغا شېرزي پرخلاف لويو لارو ته را ووتل او د هغه پر خلاف يې چیغې ووهلې.

لاريون کوونکو د کابل- تور خم لويه لار او دغه راز جلال اباد ښار ته ټولې راغلې لارې د ترافيکو پرمخ تړلې وې او د ننګرهار د والي ګلاغا شېرزي پر ضد يې شعارونه ورکول.

دوی ښاغلى شېرزى په دې تورناوه چې په اداره کې يې فساد دى دولتي ځمکې يې لاندې کړي او ناقانونه پيسې اخلي.

که څه هم په لاريون کې ظاهراً ولسي خلک را مخې ته شوي دي، خو د سنبالښت چارې يې د سولې کاروان په نوم د يوې ټولنې پر غاړه دي، چې مشري يې د ولسي جرګې غړى عبدالظاهر قدير کوي.

ددغې ټولنې او د ننګرهار د ولايتي شورا يوه غړي ذبيح الله زمري وويل غوښتنه يې نه يوازې دا ده چې ګل اغا شېرزى دې له دې څوکۍ لرې شي، بلکې څارنوالۍ ته دې ور وپېژندل شي.

Image caption وړاندې د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د ننګرهار د والي ګل اغا شېرزي د بدلون غوښتنه کړې وه.

په جلال اباد ښار او له ښاره بېرون بېلابېلو سيمو ته د تلونکو راتلونکو پر وړاندې هم دې لاريونونو ګڼې ستونزې پېدا کړې وې.

جګپوړی پلاوی

هڅه مو وکړه چې د ننیيو لاريونو په اړه د ګل اغا شېرزي نظر را واخلو، خو پرې بريالي نه شوو، مګر ویاند يې احمد ضیا عبدالزي رسنیو ته وویل چې د لاریون کوونکو غوښتنې ورته په ليکلې بڼه ورسېدلې او په وينا يې له مرکزي ادارې نه يې د دغه مسالې د سپیناوي په اړه د یو جګپوري پلاوي د را استولو غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د ننګرهار د والي ګل اغا شېرزي د بدلون غوښتنه کړې وه، خو دا لومړى ځل دى چې ولسي خلک په لويو لاريونونو کې ښاغلى شېرزي نور د والي په توګه نه غواړي.

ورته مطالب