سرپل کې ښوونځی سوځول شوی

Image caption ویل کېږي دغه ښوونځی د سوزمه قلعه په ولسوالۍ کې سوځول شوی دی.

د افغانستان په شمالي ولایت سرپل کې سیمه ییز چارواکي وايي، د لومړي ځل لپاره په دغه ولایت کې یو ښوونځي ته اور اچول شوی دی.

د چارواکو په وینا دغه پېښه د یاد ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې شوې او هغه کس هم نیول شوی چې ښوونځي ته یې اور اچولی و.

چارواکي د دغه کار پړه د دولت پر مخالفو وسله والو اچوي.

په سرپل ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې د شپې پر مهال د نجونو او هلکانو یو ښوونځي ته اور اچول شوی دی.

د دغه ولایت د پوهنې مشر عبدالغفور سرپلي بي بي سي ته وویل، هغه کس نیول شوی چې ښوونځي ته یې اور اچولی و او پلټنې ترې رواني دي.

"په دغه پېښه کې څو ټوکه قران کریم، درسي کتابونه او حاضري ګانې او یو شمېر څوکۍ هم سوځېدلي خو د سیمې خلک په وخت له پېښې خبر شوي، اور یې وژلی او هغه کس یې هم نیولی چې ښوونځي ته یې اور اچولی و او غوښتل یې چې وتښتي. خلکو هغه پولیسو ته سپارلی."

ښاغلی سرپلي وايي، په دې پېښه کې د ښوونځي دروازې، مېزونه، ځینې درسي کتابونه او څو ټوکه قرآن کریم سوځېدلي دي خو د سیمې خلکو د اور په وژنې سره د ښوونځي د لا ډېر زیانمن کېدو مخه نیولې ده.

د هغه په وینا، دا په سرپل ولایت کې د ښوونځي د سوزولو لومړۍ پېښه ده.

سرپل ولایت څه د پاسه ۴۰۰۰ ښوونځي لري چې شاوخوا ۱۵۰ زره زده کونکي په کې په زده کړو بوخت دي.

ورته مطالب