مشرانو جرګه د ولسي جرګې په دریځ قهرېدلې

Image caption ولسي جرګه

د افغانستان مشرانو جرګې د ولسي جرګې د هغو نيوکو په وړاندې سخت غبرګون په داګه کړ چې ويلي يې و د دغې جرګې د ځينو غړو د کاري مودې په بشپړېدو سره به د ټولې ملي شورا مشروعيت تر پوښتنې لاندې راشي.

که څه هم چې د مشرانو جرګې له دریو د دوه برخې غړو د کاري مودې پای ته رسېدل یوه قانوني موضوع ده، خو د ولسي جرګې د غړو له خوا يې یادول د مشرانو جرګې د غړو کلک غبرګون را وپاراوه.

د مشرانو جرګې غړی رفیع الله حیدري وايي د ولسي جرګې یو شمېر استازي په فساد کې ښکېل دي او د ده په وینا اوس د دې وخت نه دی چې د ملي شورا دواړه جرګې د نورو سمونو پر ځاى یو په بل پسې پښې را لوڅې کړي.

د مشرانو جرګې یو شمېر نورو غړو د ولسي جرګې د دغه ګام په وړاندې چې د ولایتي شورا ګانو د په وخت ترسره کولو لپاره به د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر د جرګې عمومي غونډې ته راوغواړي هم غبرګون وښود او دغه څه يې د مشرانو د جرګې په وړاندې تربګني ياده کړه.

خو د کابل پوهنتون استاد او حقوق پوه نصرالله ستانکزی د ولسي جرګې وړاندیز پر ځای بولي او وايي په دې برخه کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسؤولیت لري چې دغې ستونزې ته د حل لاره مومي.

بله غاړه د ټاکنو خپلواک کميسيون بيا په دې برخه کې د هغه کميسيون د تشو لاسونو خبره کوي.

د دغه کميسيون وياند نورمحمد نور وايي په دې تړاو يې لا له وړاندې له افغان چارواکو سره موضوع شريکه کړې ده.

د ښاغلي نور په وینا حکومت ورته د امنیت د تامین ډاډ ور نه کړ او نه هم نړېوالې ټولنې دا ومنله چې په لنډه موده کې د دوه ځل ټاکلو لپاره مالي لګښت په غاړه واخلي.

د ملي شورا د روانې شپاړلسمې دورې په پيل کې د مشرانو جرګې د رييس د ټاکلو پر مهال هم دا موضوع یاده شوې چې ګواکې داسې څوک لکه د دې جرګې اوسنی رييس فضل الهادي مسلمیار چې کاري موده یې څلور کاله ده د دې جرګې د مشر په توګه و نه ټاکل شي خو هغه وخت په دې خبره چا غوږ نه و ګرولی.

مشرانو جرګه ۱۰۲ غړي لري چې د قانون له مخې یوه برخه ولسمشر ټاکي بله برخه د ولایتي شوراګانو او دریمه برخه د ولسوالیو د شوراګانو له استازو جوړېږي.

خو دا چې د ولسوالیو شورا ګانې لا تر اوسه نشته نو دوه برخې یې د ولایتي شوراګانو استازي چې کاري موده څلور کاله ده تشکیلوي.

ورته مطالب