برسلز کې د کابل اسلام اباد پر اړیکو مهمه غونډه کېږي

Image caption د افغانستان له خوا به ولسمشر حامد کرزی او ځینې نور لوړ پوړي چارواکي وي.

په روانه اوونۍ کې د امریکا په هڅه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوې بیړنۍ غونډې تابیا شوې چې د کابل اسلام اباد ترمنځ پر اړیکو خبرې وشي.

د بي بي سي پښتو وېبپاڼې خبر موندلی چې دغه غونډه به د اروپايي ټولنې په مرکز برسلز کې د روانې اوونۍ په ترڅ کې وشي.

په دې غونډه کې چې د امریکا د متحدو ایالاتو په هڅه په بېړني ډول جوړه شوې او تر ډیره له رسنیو غلې پاتې شوې د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري برخه اخلي.

د افغانستان له خوا به ولسمشر حامد کرزی او ځینې نور لوړ پوړي چارواکي وي.

د پاکستان استازیتوب به د هغه هېواد پوځي مشرتابه کوي.

دې غونډې ته د خورا مهمې ناستې په توګه کتل کېږي او ویل شوي چې لوېدیځ د کابل اسلام اباد ترمنځ د وروستیو تاویلو ما ویلو حل لاره په کې غواړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر ویاند ایمل فیضي بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې دا ومنله چې دغه ناسته د ده په وینا ډېر ژر کېدونکې ده.

ځینې سرچینې اټکل کوي چې دا ناسته ښايي د سه شنبې په ورځ (د اپریل ۲۳) ترسره شي.

په کابل کې سرچینې وايي چې افغان پلاوی به د برسلز په خبرو کې پاکستان ته مخامخ وايي چې نور یې ورته د زغم کاسه په څڅېدو ده.

د جنوري په میاشت کې د افغانستان، پاکستان او برتانیا مشرانو په لندن کې سرمشریزه لرله او داسې ویل کېدل چې د کابل اسلام اباد اړیکي سره روغې شوي.

خو له هغې ناستې وروسته د دواړو پلازمېنو ترمنځ بېلا بېل تورونه ولګیدل.

پاکستان تور لګوي چې افغانستان په خپله خاوره پاکستاني طالبان ساتلي دي خو کابل دغه تورونه ردوي.

افغانستان پر پاکستان تور پورې کړی چې د ډیورنډ په کرښه يې له وارد مخه سلا او مشورې او منلو پرته دروازې جوړې کړي دي.

کابل اسلام اباد په دې هم تورن کړی چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته نه کوي.

د افغانستن د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جاوید لودین څه موده وړاندې وویل چې که پاکستان مرسته و نه کړي نو دوی په یوازې سر هم د سولې بهیر پر مخ بېولی شي.

ورته مطالب