پر افغان امنیتي ځواکونو د خبریالانو د ګواښلو تور پورې شوی

Image caption د خبريالانو د خونديتوب د کمېټې يوۀ چارواکي نجيب شريفي بي بي سي ته وويل د دغو تاوتريخوالو عاملان تر ډېره حکومتي امنيتي ځواکونه دي.

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې ويلي چې يوازې په تېره اوونۍ کې د ٧ پېښو په ترڅ کې ٨ تنه خبريالان له فزيکي او لفظي تاوتريخوالي سره مخامخ شوې دي، چې وايي عاملان يې تر ډېره حکومتي امنيتي ځواکونه دي.

يادې شوې کمېټې بي بي سي ته ويلي چې دا تاوريخوالی په بدخشان، تخار، هرات، فراه، غور او ننګرهار ولايتونو کې شوی دی.

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې بي بي سي ته ويلي دي چې د سږني ميلادي کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى څلويښت سلنه ډېر شوى دى.

کمېټه انګېري چې دا ګراف په ډېرېدونکي توګه مخ په بره روان دى، او د خپلې خبرې پخلى په دې سره کول غواړي چې وايي يوازې په تېره اوونۍ کې د ٧ پېښو په ترڅ کې ٨ تنه خبريالان له فزيکي او لفظي تاوتريخوالي سره مخامخ شوي دي.

د خبريالانو د خونديتوب د کمېټې يوۀ چارواکي نجيب شريفي بي بي سي ته وويل د دغو تاوتريخوالو عاملان تر ډېره حکومتي امنيتي ځواکونه دي.

ښاغلي شريفي وويل دغه تاوتريخوالی په بدخشان، تخار، هرات، فراه، غور او ننګرهار ولايتونو کې د بېلو رسنيو له خبريالانو سره شوی دی.

د خبريالانو د خونديتوب کمېټه وايي سږ او تېر کال د خبريالانو پر وړاندې د تاو تريخوالي د ډېرېدو يو لامل دا دى چې د نا امنۍ پېښې ډېرې شوي، چې د خبري پوښښ پر مهال يې خبريالان د امنيتي ځواکونو له تا تريخوالي سره مخامخ شوي دي.

ياد شوى بنسټ وايي تېر ميلادي کال د اوړم ميلادي کال په پرتله د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى ٥٠ سلنه ډېر شوى و، او د سږني کال په لومړيو څلورو مياشتو کې دا کچه څلوېښت سلنه نوره هم ختلې ده.

د خبريالانو دغه ځانګړي بنسټ له افغان حکومت نه وغوښتل چې د وينا د خپلواکۍ د ارزښت د پياوړتیا په موخه د خبريالانو خونديتوب ته پام وکړي.

ورته مطالب