د کتاب او کاپي رایټ نړیواله ورځ: د کتاب نشه

Image caption دلته هغو بوډاگانو او معذورو لپاره چې د سترگو ديد يې کم شي، کتابونه په غږ کې ثبت شوي.

دلته په انګلستان کې د هرې سيمې په لوې پلورنځي کې د کتابونو يو يا دوه هټۍ (دوکانونه) ارو مرو وي چې په کې د ماشومانو لپاره بېل ځاې جوړ وي.

لکه د نورو هټيو په کې گڼه گوڼه ډېره وي او د نوي کتاب فرمايش خلکو په کمپيوټر يا په ټېليفون ورکړی وي چې په راتلو سره يې واخلي.

دلته د "بک کلب" په نوم هر ښار کې د خلکو ټولنې دي چې نوي کتابونه لولي او بيا پرې خبرې کوي.

دلته د هرې لویې ورځپاڼې يو مخ د کتاب اعلان او تبصرې ته ځانگړی وي او د ليکوالانو مرکې هم د کتاب له خپرېدو سره سمې خپرېږي.

ځينې ليکوالان يې د فلمي ستورو په شان شهرت لري او خلک يې د ژوند په اړه معلومات لري.

دلته يو کتاب څو وارې چاپېږي ځکه غوښتنه يې ډېره وي او ليکوال ته يې د مالي کټې یوه برخه تر ډيرې مودې ورکول کېږي.

ځينې ليکوالانو د يو کتاب له ليکلو سره خپل ژوند بدل کړ او مالي مشکلاتو نه بې غمه شول.

غږیز کتابونه

دلته هغو بوډاگانو او معذورو لپاره چې د سترگو لید يې کم شي، کتابونه په غږ کې ثبت شوي. پخوا به په کسېټ خلکو اورېدل اوس يې په "سي ډي یا ټبلیټ" اوري. دې ته " ټاکنگ بوکس" وايي.

د ړندو لپاره په "برېل" ليکدود کې کتابونه خپرېږي او ځينې شرکتونه یې ورته وړیا جوړوي.

دلته هر کال له نورو کتابونو سره سره په زرگونو کيسې او ناولونو چاپېږي. پوليسي، سياسي، تاريخي، ټولنيزو او د مينې کيسو لوستونکي له يو بل سره د کتابونو د ځانګړتیاوو په اړه په مختلفو ځایونو او لارو د زړه خواله کوي.

Image caption دلته خلک کتاب په پيسو اخلي او په هر کور کې يو يا دوه المارۍ داسې وي چې په کې نايابه کتابونه اېښي وي.

دلته هر کال فلم جوړوونکي په نويو او زړو ناولونو فلمونه جوړوي او خلک يې بيا بيا گوري.

دلته سفر پر وخت زيات خلک کتاب لولي، څوک د کاغذ پر مخ او څوک يې د اوسني ټکنالوژۍ " ټبلیټ" په مخ.

دا هر څه څنگه پیلېږي؟

د دې ټولنې ماشوم چې ليک لوست زده کړي، نو مور پلار ورته واړه واړه کتابونه راوړي او د شپې یې د خوب پر وخت ورته په خپله لولي.

په ښوونځو کې کتابتون خلاصې المارۍ لري او هر څوک ترې کتاب وړلی او یا یې هلته لوستلی شي.

دلته د کتاب لوستلو سیالۍ کېږي او کوم ماشوم چې په کال کې تر ټولو زيات کتابونه لوستي وي نو ورته انعام ورکول کېږي.

که يو ماشوم په خپله څه وليکي نو استاد ورته " افرين" وايي او کله نا کله یې نوم د ښوونځي په اوونيزه جریده کې هم خپرېږي.

د کيسو د ليکلو مسابقې کېږي. مجلې او ورځپاڼې د نورو کيسې خپروي او د خپرېدو وروسته لیکوال ته پيسې هم ورکوي.

دلته خلک کتاب په پيسو اخلي او په هر کور کې يو يا دوه المارۍ داسې وي چې په کې نايابه کتابونه اېښي وي.

که د چا کور وړوکی وي او د کتابونو ساتلو ځای نه لري، نو یا يې به ارزانه بیه خرڅوي او يا يې هم د خير ښېګڼې ادارو ته ډالۍ کوي. هغه خلک چې وس نه لري بیا همدغه کتابونه اخلي.

دلته کتاب چې څومره زوړ شي، هغه هومره يې ارزښت زيات شي.

دلته هېڅکله کتاب نه دی سوځول شوی او چې په کار يې نه وي نو نورو غريبو ملکونو ته يې استوي.

دا يوازې د انگلستان د ټولنې حال دی. داسې ډېر نور ملکونه دي چې وگړي يې په کتاب روږدي دي.

انګلستان کې خلک د کتاب په نشه مست دي.

ورته مطالب