افغان خبريالانو ته د خبريالۍ اخلاقي تګلاره جوړېږي

Image caption د دوى په وينا پر دغې تګلارې لسګونه کورنيو او بهرنيو خبريالانو کار کړى دی.

د افغانستان د خبريالانو فدراسيون د خبريالۍ د اخلاقو په اړه د يوې نوې تګلارې د جوړولو خبره کوي. دوى وايي ډېر ژر به دغه تګلاره رسنيو ته لار ومومي.

دغه تګلاره چې شپږ څپرکي لري له مخې يې هغه ارزښتونه او اخلاقي جوړښتونه جوت شوي چې تر ډېره ورته د دغه هېواد خبريالان اړتيا لري.

د دغه فدراسيون چارواکي هيله ښکاره کوي چې دغه تګلاره به د افغان خبريالانو خونديتوب او اعتبار ته ډېره ګټوره تمامه شي.

د خبريالانو د دغه نوي فدراسيون د خبري غونډې د نورو پخوانيو هغو سره توپير په دې کې و، چې تر ډېره يې نيوکې په خپله په خبريالانو راټولې وې.

د غونډې چلوونکو ويل د ځينو خبريالانو له خوا د اخلاقي ارزښتونو له پامه غورځول د دوى په وړاندې تاوتريخوالي ته لاره پرانيزي چې ورسره ورسره دوى ته هم د ګواښونو لمن پسې پراخېږي.

د افغان خبريالانو د فدراسيون چارواکي وايي د همدغو ستونزو د لرې کولو لپاره يې د داسې اخلاقي تګلارې لپاره مسوده جوړه کړې، چې شپږ څپرکي لري.

د دوى په وينا پر دغې تګلارې لسګونه کورنيو او بهرنيو خبريالانو کار کړى دی.

د دغه فدراسيون يو چارواکی نجيب شريفي وايي دغې تګلارې ته پام، د خبريالانو له خونديتوب سره مرسته کوي خو په وينا يې که څوک ترې سرغړونه کوي نو سزا به یې هم ويني:

"بايد اعتراف وکړو چې د خبريالانو په وړاندې زيات ګواښونه له دې امله پېښېږي چې تر ډېره خپله خبريالان هغه کړنې کوي چې دوى ته دغه ستونزې راولاړوي. زه هيله مند يم چې که دغه تګلاره بشپړه شي او خبريالان هغه په پام کې ونيسي، نو تر ډېره به د دغو شته ګواښونو کچه راټيټه شي."

خو خبره يوازې د خبريالانو په خونديتوب کې نه ده، داسې رپوټونه هم په تېرو کلونو کې تر لاسه شوي، چې ګواکې يو شمېر خبريالانو په بېلا بېلو ولايتونو کې د چارواکو سره يو لړ معاملې کړي او په خپلو رپوټونو کې يې تور سپين او سپين يې تور بللي، چې د خبريالانو فدراسيون هم تر ډېره له دغې خبرې سره همغږى دى.

دغه فدراسيون چې نوى يې سر راپورته کړى په کور د ننه د خبريالانو د يو شمېر ټولنو ملاتړ هم له ځانه سره لري.

دغه ټولنه وايي د خبريالانو د اخلاقي تګلارې پر سر د خبريالانو ٣٥ کسيزې ډلې ګډ کار کړى او ډېر ژر به د خبريالانو تر ګوتو شي.

ورته مطالب