زلزلې د افغانستان ختیځ کې مرګ ژوبله اړولې

ننګرهار
Image caption زلزلې په ننګرهار کې ګڼ خټین کورونه هم ویجاړ کړي.

د افغانستان په ځينو سیمو کې زلزله شوې ده، چې د ریکتر په کچه یې شدت پنځه اعشاریه اووه او مرکز یې د لغمان مهترلام ښار ښودل شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبدلزي بي بي سي ته ویلي، چې زلزلې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې شپږ کسان وژلي او شاوخوا پنځه اویا نور یې ژوبل کړي دي.

بل خوا، له کونړه راپورونه وايي، چې هلته هم زلزلې یو کس وژلی دی.

د چارواکو په حواله لیکي، چې زلزلې په مهترلام کې یو ماشوم وژلی او لسګونه کسان یې ژوبل کړي دي.

په لغمان کې د زلزلې له کبله د تلفاتو خبر نه دی ورکړل شوی.

که څه هم په ځینو رپوټونو کې د زلزلې مرکز مهترلام ښودل شوی، خو د امریکا د ځمک پېژندنې د ادارې په وینا د زلزلې مرکز د افغانستان بدخشان ولایت و.

دغه زلزله د افغانستان او پاکستان پلازمېنو کابل او اسلام اباد کې هم احساس شوې ده.

ورته مطالب