د افغانستان شمال کې سېلابونو ۱۴ کسان وژلي

Image caption د سیمې خلک ادعا کوي، چې دغه سیمه کې د ریل پټلیو غځېدو له کبله د باراني اوبو لار بدله شوې.

د افغانستان په شمالي بلخ ولایت کې چارواکي وايي د ګڼو بارانونو له کبله راوتلو سیلابونو سیمه کې ۱۴ کسان وژلي او ۴ بې درکه دي.

د بلخ د ولایتي شورا رییس محمد افضل حدید خبریالانو ته وویل، چې په شولګره او کشنده ولسوالیو او مزارشریف ښار ته څېرمه کمپ سخي سیمو کې د دې سیلابونو له امله مالي زیانونه هم اوښتي.

مزارشریف کې د بي بي سي خبریال سهراب سیرت سیلاب ځپلې سیمې ته تللی او په خپل رپوټ کې د ځايي خلکو له قوله وايي، چې سیلابونو په یادو سیمو کې نژدې ۲۵۰۰ کورونو ته زیان اړولی.

د نوموړي په وینا د سیمې اکثر کورونه خټین دي، چې د سیلابونو له امله تر ډېره حده وران شوي دي او اوسېدونکي یې هڅه کوي، له سیلابه پاتې توکي خوندې ځایونو ته ولېږدوي.

رپوټ زیاتوي، چې خورا ګڼ باران له تېرې شپي راهیسې پیل کړی او ځايي خلک له سیلابونو د پټېدو لپاره د سیمې جوماتونو او مدرسو ته تللي وو.

د سیمې خلک ادعا کوي، چې دغه سیمه کې د ریل پټلیو غځېدو له کبله د باراني اوبو لار بدله شوې او د سیلاب په بڼه د دوی کورونو ته ورغلې.

ویل کېږي، چې د خراب موسم، باران او سیلابونو له امله د مزارشریف هوايي ډګر چارې هم له ځنډ سره مخامخ شوې او دغه ښار ته د الوتکو تګ راتګ هم ټکنی شوی.

ورته مطالب