د احمد شاه دراني کور د تاریخي اثارو په نوملړ کې

د احمد شاه بابا کور
Image caption د احمد شاه بابا د تصوف او شريعت مقام هم د شاه جامعې په نامۀ شته.

د کندهار اطلاعات او کلتور رياست ويلي چې ډېر ژر به د افغانستان د بنسټگر احمد شاه دراني کور د ياد شوي ولايت د تاريخي نښو نښانو په نوم لړ کې راوستل شي.

سيمه یيزو چارواکو بي بي سي ته ويلي، په پام کې لري چې دې کور کې موزيم جوړ کړي او يا يې په خپله بڼه د سيلانيانو پر مخ پرانيزې.

د کندهار اطلاعات او کلتور رياست وايي دا کور چې په احمدشاهي ښار کې موقيعت لري، د سيمې د امپراتور او د افغانستان د بنسټگر احمد شاه دراني د هغه مهال د اوسېدو کور دى چې لا يې د پاچاهۍ تاج نه و پر سر شوى.

د کندهار اطلاعات او کلتور رياست مشر دواخان مينه پال وايي چې د کور په چاپېريال کې نور کورونه هم لرغوني دي او د احمدشاهي پړاو پر سبک جوړ شوي دي.

ښاغلي مينه پال وويل چې دغه کور خپل ديوالونه لري چې هم د هماغه مهال ځانگړې خښتې په کې کارول شوي دي، د نوموړي په وينا کور د هغه مهال د اړتياو سره سمې څو مېشت خونې پخلنځى برنډه او نور اړين ملحقات لري.

ښاغلي مينه پال وويل چې په شاوخوا تېرو دوو مياشتو کې يې د کندهار ښاروالۍ او ولايت مقام په مرسته له خپلې خوا د احمد شاه دراني د کور د استملاک چارې بشپړې کړې او ولسمشر او وزيرانو شورا ته يې راپور استولى دى.

وزيرانو شورا هم وړمه ورځ د افغانستان اطلاعات او کلتور وزارت، ماليې وزارت او سيمه یيزو ارگانونو بنسټ ته دنده وسپارله چې د ياد شوي کور د استملاک بهير بشيړ کړي او دغه کور د افغانستان د لرغونو نښو نښانو د نوملړ برخه وگرځوي.

اوسمهال د دغه کور اوسېدونکي ځانونه د احمد شاه دراني لمسيان بولي.

سيمه یيز چارواکي وايي تر استملاک وروسته به په دغه کور کې موزيم جوړ کړي او يا به يې هم په خپله بڼه د سيلانيانو پر مخ پرانستى وساتي.

د احمد شاه دراني هغه کور هم جوړ پاتې دى چې تر پاچا کېدو وروسته په کې اوسيده. اوس دا کور د کندهار د ولايت مقام دى.

همدا راز د احمد شاه بابا د تصوف او شريعت مقام هم د شاه جامعې په نامۀ شته.

احمد شاه درانی د اوسنى افغانستان بنسټگر و او د امپراتورۍ لمن يې نژدې ۳۰۰ کاله مخکې د سويل لوري ته تر هنده لوېديځ خوا ته تر اصفهانه او د شمال اړخ ته تر بخارا غځيدلې وه.

ورته مطالب